Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فایق: هبت‌الله اخندزاده د نجونو ښوونځیو د پرانیستل کېدو مخالف نه‌دی

په کابل کې د دیني عالمانو له لویې غونډې د دوو اوونیو له تېرېدو وروسته د اسلامي امارت د عالمانو شورا رییس له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت رهبر د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دی او په وینا یې د نجونو پاتې ښوونځي به په نږدې راتلونکې کې پرانېستل شي.

د اسلامي امارت د علماوو شورا رییس ټینګار کوي چې د اسلامي امارت رهبر د نجونو ښوونځیو له بیا پرانستلو سره مخالف نه‌دی.

د اسلامي امارت د علماوو شورا رییس فقیرالله فایق وايي: «زموږ ټول وزیران او ټول مشران پر دې قایل دي ‌چې ان شاءالله نن دی که سبا دی د نجونو ښوونځي به شروع کېږي.»

له دې سره سم، پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ د ټینګښت لپاره یوازنۍ لاره د ملي خبرو پیلېدل په ګوته کړل او همداراز یې د نجونو د پاتې ښوونځيو پر پرانېستنې او کارونو ته د ښځو پر بېرته ستنېدنې هم ټينګار کړی دی.

د دې تر څنګ ښاغلي کرزي په اختریز پیغام کې هم لیکلي: «پر اسلامي سرپرست حکومت ږغ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو تر څنگ له شپږم ټولگي څخه پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي.»

د ښځو د حقونو فعاله شهلا عارفي وايي: «هر څومره چې نجونې له زده‌کړو لرې شي، په همغه اندازه د دولت پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بهیر اغېزه پرې باسي.»

خو اسلامي امارت اقتصادي او امنیتي ستونزې او همداراز د شرایطو نه مساعدوالی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د نه پرانستنې لاملونه بللي دي.

ورته مهال يو شمېر ښځينه زده کوونکي له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د ښوونځيو د بيا پرانستلو په اړه یو کار وکړي.

زده‌‌کوونکې مونسه وايي: «یو کال شو چې مو په برخلیکۍ کې ژوند کوو، تر څو موږ دغه ډول په تمه پاتې شو؟ ولې له موږ خپل حق چې زده‌کړې دي، له موږ اخیستل شوي؟»

تر دې مخکې شیخ فایق د نجونو د پاتې ښوونځيو پر نه پرانېستې نیوکې کړې وې او له اسلامي امارته یې غوښتي وو چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته هم د زده‌کړو اجازه ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه