د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد د هوايي حریم د تخنیکي برخې د سپارلو لپاره د متحده عربي اماراتو له یوه شرکت سره یې خبرې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند وایي، یاد قرارداد به د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ یوې معتبرې کمپنۍ سره وشي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت امام الدین احمدي وايي: «موږ له متحده عربي اماراتو او د هغوی له شرکتونو سره خبرې کوو، خو دا خبرې وروستۍ شوې نه دي.»
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد د هوايي حریم په تړون کې، د رادارونو مدیریت، د کارکوونکو روزل او د اړتیا وړ نورو تجهیزاتو پېرل شامل دي.
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت امام الدین احمدي زیاتوي: «د فضايي حریم په کنټرول کې، تخنیکي برخه د رادار کنټرول دی. څوک یې اداره کوي؛ کومې الوتکې ته اجازه ورکول کیږي او کومو ته اجازه نه ورکوي؛ دا بیرته د مدیریت څانګې ته ځي، کوم چې زموږ په لاس کې دی.»
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اماراتو له لوري د افغانستان د هوايي ډګرونو اداره کېدل کولی شي له دغه هېواد سره ډېرې مرستې وکړي. یو شمېر پخواني ډيپلوماټان او د اقتصادي چارو کارپوهان دغه تړون ابوظبي لپاره یوه ډيپلوماټيکه بریا ګڼي.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «لوی هوايي شرکتونه چې په حقیقت کې نړیوال شهرت لري، چې د هوايي چلند د نړیوال سازمان له خوا برابرېږي، موږ له دې اړخه ګټه پورته کړې، خو زیان یې دا دی چې انحصاري بڼه خپله کړي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه سید نورالله راغی وايي: «لومړی دا چې دغه هېواد په افغانستان کې خپل سیمه ییز سیال قطر شاته وغورځاوه. دویم دا چې د افغانستان له دریځ څخه د خپل سیمه ییز دښمن ایران پر وړاندې چې له دغه هېواد سره سرحدي لانجه لري کاروي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه پر دې باور ده چې، د هېواد د هوايي حریم له قرارداد سره به د لویو هوايي شرکتونو الوتنې هم پیل شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزي وايي:« «دا زموږ لپاره ګټوره ده؛ دا د کرنيزو محصولاتو لکه مېوې او غالۍ دواړو دهليزو او مسافرو ته د لېږد لپاره ډېر ګټور دي.»
داسې پتېل کېږي چې، د هېواد د هوايي حریم د تخنیکي چارو د قرارداد له لاسلیک کېدو وروسته به کابل ته د اماراتو الوتنې بیا پیل شي. دمګړۍ د اماراتو ګاک شرکت د کابل او څلورو نورو هوايي ډګرونو د ځمکنیو او امنیتي چارو خدماتي چارې پرمخ بیايي.