Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا مشر افغانستان کې سل په سلو کې د اسلامي نظام له رامنځته کېدو خبر ورکوي

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې په خپله وینا کې وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې سل په سلو کې اسلامي نظام رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي، هغه قوانین چې د افغانستان په تېرو حکومتونو کې تصویب او عملي شوي دي او د هغه په وینا شرعي نه وو باید لغوه شي.

د اسلامي امارت مشر له خلکو غواړي چې د افغانستان له اوسني نظامه ملات وکړي او شرعي قوانین رعایت کړي.

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله آخندزاده څرګندوي:«د اشرف غني او د کرزي د دورې یا هم د تېرو شلو کلونو د وزارتونو ټولې لایحې مې راغوښتې دي؛ دیني عالمانو ته مې وړاندې کړې دي؛ هغوی هغه څیزونه چې غیرشرعي دي او د خلکو په ګټه نه دي حذف کوي او یو سوچه شرعي نظام جوړوو.»
    
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد سنګدل وايي:«نړۍواله ټولنه د اسلامي نظام خلاف نه ده؛ په دې شرط چې واقعاً یو اسلامي نظام وي؛ یو سیاسي نظام وي او یو قانون لرونکی حکومت وي، تراوسه تل په خبرو ده؛ طالبان نه دي توانېدلي چې یو سم او ملي میکانیزم او یو داسې حکومت چې د خلکو د تایید وړ وي او یا یو ولسي حکومت وي جوړ کړي.»

بل خوا په کابل کې د اختر لمونځ د اسلامي امارت د رییس الوزرا ملامحمد حسن آخند، د رییس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي، د کابینې د غړو او د اسلامي امارت د یو شمېر نورو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون د ارګ په جامع جومات کې ادا کړای شو.

رییس الوزرا د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر نه آزادو په نیوکې سره، د اسلامي امارت له مخالفینو غواړي چې د عمومي بښنې له فرمان نه په ګټې اخیستو هېواد ته راستانه شي.

رییس الوزرا مولوي محمد حسن آخند وویل:«ته څه غواړئ؟ کمېسیون چمتو شوی، فرصت مساعد شوی دی ولې د دنیا او اخرت ژوند دې خرابوئ؛ د څه لپاره؟ څه غواړئ؟.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت یوه پیغام کې له نورو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او باید له اوسني حکومت سره تعامل ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه