د هېواد یو شمیر اوسیدونکي وايي، دوی تمه درلوده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په پیغام کې به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو یادونه هم وشي.
دا هېوادوال چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه اندېښن دي وايي، وایي، تمه یې درلوده چې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده به کندهار کې د اختر لمانځه د ادا کولو پر مهال د نجونو ښوونځیو د خلاصون په اړه خبرې وکړي، خو د تمې خلاف یې دغې مسالې ته هېڅ اشاره و نهکړه.
د پروان يوه اوسېدونکي محمد ادريس سکندر وايي: «زما لور له ما څخه پوښتنه کوي چې ښوونځي به کله پرانيستل شي، څو خپل درسونه هېر نه کړم، دا جمله پر ما ډېر اغېز کوي.»
بلخوا یو شمېر د نجونو زده کوونکو کورنۍ وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړل کېدو د دوی زغم پای ته رسولی دی.
ورته مهال د شمالي ولایتونو یو شمېر نور اوسېدونکي وایي، د اسلامي امارت څلور مخیزه پیغام چې د اختر لمانځه پر مهال جوماتونو کې ولوستل شو، پهکې پر اساسي موضوعاتو لکه د ښوونځیو پرانیستل، د بېوزلۍ او وزګارۍ مخنیوی او نورو مهمو مسایلو هېڅ خبرې نهوې شوې.
د پروان ولایت اوسېدونکی ضیاء الدین ضیاء وايي: «د اسلامي امارت د رهبرۍ پیغام خپور شو؛ تمه وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو او د بې وزلۍ او بېکارۍ په اړه خبرې وشي.»
د کاپيسا اوسېدونکى فردين کوهستاني وايي: «په تېرو اخترونو کې به خلکو د جامو، وچې مېوې او قربانۍ د پېرلو توان درلود، خو پهدې اختر کې لږو کسانو د اختر د پېرلو توان درلود.»
که څه هم د اسلامي امارت مسوولانو په ځلونو ژمنه کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې به ښوونځي ژر پرانیزي، خو د روان ښوونیز کال په نیمایي کېدو سره لا هم روښانه نه ده چې کله به د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي.

په دې اړه مو اندونه