Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو کمپاین؛ "اجازه ورکړئ افغان نجونې زده‌کړې وکړي"

له څو اوونیو راهیسې د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو "اجازه ورکړئ افغان نجونې زده کړې وکړي" تر سرلیک لاندې یو کمپاین پیل کړی.

دې کاروونکو دا کمپاین پر ټویټر، فېسبوک او انسټګرام پیل کړی او له سرپرست حکومته یې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

یوه زده‌کوونکې پرنیان مبارز وايي: «د یو کال لپاره د ښوونځیو تړل چې لنډه موده نه‌ده، د هېواد په راتلونکي کې نه جبرانېدونکې زیان دی.»

د مروه په نوم يوه زده کوونکې وايي: «د ښوونځيو کلنۍ ازموينې نه‌دي خلاصې شوې، موږ هيله درلوده چې د نجونو ښوونځي به پرانيستل شي. څلور نیمې میاشتې ازموینې روانې دي، خو ښوونځي نه‌دي خلاص؛ خفګان او رواني ستونزې مو پیدا کړي، او کله-کله یوازې یم ډېر ژاړم؛ زه له طالبانو غوښتنه کوم چې ښوونځي خلاص کړي.»

په ټویټر کې د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو هشتک نږدې دوه زره وارې لیکل شوی دی.

ورته مهال د ښځو د حقونو په چارو کې ځینې فعالانې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل پاتې کېدو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دې چارې په اوږدېدو سره به په هېواد کې د بې‌سوادۍ کچه لاپسې لوړه شي.

د سیاسي مسایلو کارپوهه ثریا پیکان وايي: «که طالبان فکر کوي چې د درس او زده‌کړې محدودول به څه ګټه ولري او له نړۍ څخه به څه مالي او مادي ګټه تر لاسه کړي، دا ناشونې ده، ځکه نن نړۍ په خپلو مسايلو کې ښکېله ده.»

د ښځو د حقونو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل وايي: «کله چې نجونې د زده کړې حق و نه‌لري، هغه ټولنه به فلج او بې‌سواده وي او په راتلونکي کې به په هغه ټولنه کې یو نالوستي نسل وده وکړي چې موږ یې د خلاصون لپاره مبارزه پیل کړه. ښوونځیو ته د پام اړولو لپاره نړۍ دې ته متوجه کړې چې په فشار سره ښوونځي خلاص کړي.»

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو نږدې ۳۰۰ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه د دې ښوونځیو د پرانېستلو په تړاو څه پرېکړه نه‌ده شوې.

ورته مهال د ښځو د حقونو په چارو کې ځینې فعالانې وايي، د دې چارې په اوږدېدو سره به په هېواد کې د بې‌سوادۍ کچه لاپسې لوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه