Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران له افغانستان سره د ګډې پولې امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی

د هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو او د ایران د سرحدي ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته، اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومته غوښتي چې د افغانستان او ایران تر منځ د ګډو پولو امنیت ټینګ کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د افغانستان او ایران د پولو امنیت د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.

ښاغلي کنعاني وايي: «د افغانستان شرایط د پوهېدو وړ دي، خو د افغانستان له موقتي سرپرست له چارواکو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت هیله دا ده چې په عمومی توګه د افغانستان په دننه کې د ګډو سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مسوولیت ومنی.»

بل‌خوا کابل وایي، د سرپرست حکومت ټولو ځواکونو ته امر شوی دی چې د دواړو هېوادونو د ګډې پولې امنیت ټینګ کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «هر هېواد غواړي چې په خپلو پولو کې یې کومه ستونزه نه‌وي او اسلامي امارت په ټولو سرحدونو کې مسوولانو ته دنده سپارلې ده چې په خپلو سرحدونو کې له هېڅ اړخ سره د تاوتریخوالي کچې ته و نه رسېږي.»

بل‌پلو یو شمېر کارپوهان د افغانستان او ایران پر ګډه پوله وروستۍ نښتې د هېڅ هېواد په ګټه نه ګڼي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معراج وايي: «د نړیوالو پولو اصول شته او د دواړو هېوادونو تر منځ اصول تنظیم او ترتیب شوي دي او دې تاوتریخوالی او شخړو ته اړتیا نه‌شته او دا کار د افغانستان په ګټه نه‌دی.»

د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي: «د افغانستان پوله‌ساتي ځواکونه باید ژر تر ژره فعال شي او هېڅ ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه‌کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي سرچینو په وینا، د سه‌شنبې په ورځ د اسلامي امارت د ځواکونو او ایراني پوله ساتونکو تر منځ لنډه نښته وشوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه