Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه ځای وپېژندل شو

د اقتصاد نړیوالې مجمع له‌خوا په نوې درجه بندۍ کې افغانستان د نړۍ د ۱۴۶ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد بلل شوی دی.

دغه نوملړ چې مساوي فرصتونو ته د ښځو د لاسرسي، د تبعیض او جنسیتي محدودیتونو پر بنسټ جوړ شوی، ویلي چې له روغتیا، زده‌کړو او کاره د ښځو محرومیت له نورو هېوادونو څخه د افغانستان د شاته کېدو لاملونه دي.

د اقتصاد نړیوالې مجمع په بېلابېلو هېوادونو کې په ټولنيزو، سياسي، تعليمي او روغتيايي چارو کې د ښځو پر رول بحثونه کړي دي.

د اقتصاد نړیوالې مجمع د راپور په یوې برخه کې راغلي: «افغانستان د کار، زده‌کړو، او روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخو کې د ښځو د محدودیت له اړخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو په منځ کې د ۴۴٫۵ سلنه امتیازونو په اخېستو سره په ۲۰۲۲ کې کال د جنسیتي برابرۍ له پلوه تر ټولو وروستۍ ځای خپل کړی دی.»

د ښځو د حقونو مدافع، زرقا یفتلي طلوع نیوز ته وايي: «که پر ښځو دا ډول محدودیتونه دوام وکړي، نه یوازې دا چې ښځې به له افغان ټولنې په بشپړه توګه وویستل شي؛ بلکې د دې وضعیت دوام به په نړیواله ټولنه هم ناوړه اغېز وکړي.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف ارین وايي: «موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې په‌دې برخه کې نوي اقدامات وکړي، څو د ښځو د حقونو او په حکومت کې د هغوی د ونډې تامین شي.»

په افغانستان کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته د ډېرو ښځو کار او ټولنیز فعالیتونه محدود شول.

ثمره یو له هغو زرګونو  نجونو ده چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته یې کار او فعالیتونه محدود شوي دي. دا چې اوس‌ هغه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده، په راتلونکې کې د ښځو بې‌برخلیکۍ ته اندېښمنه ده.

ښوونکې ثمره وايي: «د نابرابرۍ په ګډون ډېر محدوديتونه وضع شوي، ښځې زده‌کړو ته د لاسرسي حق نه‌لري او له ټولنيزو فعاليتونو بې‌برخې دي.»

خو اسلامي امارت وایي، د اسلامي قوانینو په رڼا کې د ټولو ښځو حقونه خوندي شوي دي او اړتیاوو ته په پام سره یې په اوسني حکومت کې ښځو ته ونډه ورکړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «اوسني حکومت د ښځو ټول حقوق د اسلامي احکامو له مخې برابر کړي او اوس ښځې په بېلابېلو برخو کې کار کوي، ځکه حکومت باید د اړتیا له مخې ښځو ته د حکومتوالۍ په چارو کې ونډه ورکړي.»

د دې بنسټ په راپور کې ايسلند، فنلنډ، ناروې، نیوزلنډ او سویډن د ښځو لپاره تر ټولو غوره ځایونه بللي شوي دي، خو پاکستان، کانګو، ایران او چاد له افغانستان وروسته د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ناوړه هېوادونه بلل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه