Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

واشنګټن: په افغانستان له هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ نه‌کوو

امریکا وايي، دا هېواد به په افغانستان کې له هېڅ وسله‌والې ډلې ملاتړ و نه‌کړي او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې د تعامل لاره غوره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند له فارن ډېسک ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، امریکا غواړي په افغانستان کې له سوله‌ییزې لارې د یوه تل‌پاتې سیاسي نظام د رامنځ‌ته کېدو شاهده واوسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډپرایس وايي: «موږ له نږدې د وروستیو تاوتریخوالو د زیاتېدو شاهدان یوو او له ټولو ښکېلو لوروغواړو چې له زغمه کار واخلي او تعامل ولري. دا یوازینۍ هغه لار ده چې په ترڅ کې یې افغانستان کولای شي، له ډېرو ننګونو سره چې ورسره مخ دی، مقابله وکړي. موږ غواړو چې له سوله‌ییزې لارې د یوه تل‌پاتې سیاسي نظام د رامنځ‌ته کېدو شاهدان واوسو. موږ د طالبانو له مخالفینو ملاتړ نه‌کوو او نور هېوادونه هم، د دغه کار له ترسره کولو راګرځوو.»

د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي: «د دوی ډېپلوماټیک استازي د اسلامي امارت له استازو سره لېده کاته کوي، موږ له هغوی څخه غواړو چې له دې حالته د افغانستان د ژغورلو لپاره پر یوې تګلارې غور وکړي.»

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره یې د دغو محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله بهشته بلوڅ وايي: «د نړیوالې ټولنې له‌خوا تل اندېښنې او پرېکړه‌لیکونه صادر شوي، خو د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو یې هېڅ اغېز نه‌دی کړی.»

خو سرپرست حکومت په هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو نقض نه مني.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «اسلامي امارت د اسلامي نظام تر سرلیک لاندې ټولو هغو حقوقو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین یې خلکو ته ورکوي او د هغوی ټول حقوق تضمین شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چنګاښ په اولسمه د افغانستان د ښځو د حقونو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د طالبانو له لوري یې لګول شوي محدودیتونه وغندل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه