Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه کوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له مسوولینو سره لیدنه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

مارکس پوټزل ژمنه یې کړې چي ملګري ملتونه به د افغانستان د بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل:«تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر واندې باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او ښځې باید د نارینه وو په څېر زده کړو ته لاسرسی ولري او له نورو فرصتونو برخمنې شي.»

د یادې ادارې استازی وایي، د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې د طالبانو له راتلو مخکې موجودې وې او په خبره یې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق رامنځته کړی چې چارې یې د یاد سازمان د پرمختیایي پروګرام له لوري پر مخ وړل کېږي.

مارک پوټزل څرګنده کړه:«د روعتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې موجودې وې. موږ د افغانستان لپاره ځانګړی صندوق ایجاد کړی دی چې له مخې یې تر سل مېلیون ډالرو زیاتې پیسې د ولایتونو، ولسوالیو او قریو لپاره ځانګړې شوې دي.»

بلخوا د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس وايي په افغانستان کې د ملګرو مېلتونو له استازي سره يي خپلې غوښتني او ستونزي شریکې کړې او نوموړي ورسره ژمنه کړې چې ستونزې به يې حل وي.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف وویل:«د ملګرو ملتونو استازی چې راغلی و، له موږ سره یې ژمنه وکړه چې د ستونزو په حل کې مو له تاسو سره په بشپړه توګه همکاري کوو، په ځانګړې توګه د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې.»

د ملګرو ملتونو استازی داسې مهال د نجونو د ښوونځيو پر خلاصون ټینګار کوي چې د ۳۰۳ ورځو په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس وايي په افغانستان کې د ملګرو مېلتونو له استازي سره يي خپلې غوښتني او ستونزي شریکې کړې او نوموړي ورسره ژمنه کړې چې ستونزې به يې حل وي.

تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازي ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له مسوولینو سره لیدنه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کړی دی.

مارکس پوټزل ژمنه یې کړې چي ملګري ملتونه به د افغانستان د بیارغونې او بشري مرستو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل:«تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر واندې باید د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي او ښځې باید د نارینه وو په څېر زده کړو ته لاسرسی ولري او له نورو فرصتونو برخمنې شي.»

د یادې ادارې استازی وایي، د روغتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې هغه څه دي چې د طالبانو له راتلو مخکې موجودې وې او په خبره یې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق رامنځته کړی چې چارې یې د یاد سازمان د پرمختیایي پروګرام له لوري پر مخ وړل کېږي.

مارک پوټزل څرګنده کړه:«د روعتیا، پوهنې او سوداګرۍ په برخه کې ستونزې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې موجودې وې. موږ د افغانستان لپاره ځانګړی صندوق ایجاد کړی دی چې له مخې یې تر سل مېلیون ډالرو زیاتې پیسې د ولایتونو، ولسوالیو او قریو لپاره ځانګړې شوې دي.»

بلخوا د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس وايي په افغانستان کې د ملګرو مېلتونو له استازي سره يي خپلې غوښتني او ستونزي شریکې کړې او نوموړي ورسره ژمنه کړې چې ستونزې به يې حل وي.

د ننګرهار اطلاعاتو کلتور رییس قاري نورمحمد حنیف وویل:«د ملګرو ملتونو استازی چې راغلی و، له موږ سره یې ژمنه وکړه چې د ستونزو په حل کې مو له تاسو سره په بشپړه توګه همکاري کوو، په ځانګړې توګه د کنګل شویو پیسو د خلاصون په برخه کې.»

د ملګرو ملتونو استازی داسې مهال د نجونو د ښوونځيو پر خلاصون ټینګار کوي چې د ۳۰۳ ورځو په تېرېدو سره، لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه