Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د غوښتنو دوام

په افغانستان کې د نجونو د منځنیو او لېسو ښوونځيو د پرانیستلو د غوښتنو په لړ کې، هېوادوال له اسلامي امارته غواړي چې د متوسطو او لېسو ښځينه زده کوونکو ته د زده کړې لار هواره کړي.
 
دوی وايي چې له زده کړو د نجونو لېرې پاتې کېدل، د هغوی راتلوونکی له تور تم سره مخ کوي.

د کابل اوسېدونکې ام البنین احمدي وايي:«په اسلام کې هم نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې درس ووايي. هغوی د هلکانو په څېر دا حق لري چې درس ووايي او کار وکړي.» 

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د یوې ۹ کسیزې کمېټې له جوړېدو څه باندې درې میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه د دغې کمېټې کار روښانه نه دی. 

په دې لړ کې زده کوونکې د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې څه باندې ۳۰۰ ورځې کېږي چې ښوونځي یې تړلي دي. دوی وایي چې یوولس میاشتې له زده کړو لېرې پاتې کېدل ډېره موده ده، او جبېره کول به یې زده کوونکو ته سخت وي.

یوې زده کوونکې وویل:«موږ غواړو هغه حق چې الله ج موږ ته راکړی دی، هر حکومت چې وي موږ ته یې راکړي، او دا د دې لامل کېږي چې موږ پرمختګ وکړو او خپلو انساني موخو ته چې هماغه خدای او کمال ته رسېدل دي.» 

بل خوا له ډېرو هڅو سره سره په دې تړاو د پوهنې وزارت د نظر پر ترلاسه کولو بریالي نه شوو. د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

زده کوونکي له دې چې څه باندې ۳۰۰ ورځې کېږي چې له زده کړو پاتې دي، اندېښمنې دي، د هغوی له لیدلوري له زده کړو ۱۱ میاشتې لېرې پاتې کېدل به نه جبران کېدونکي وي.

تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د نجونو د منځنیو او لېسو ښوونځيو د پرانیستلو د غوښتنو په لړ کې، هېوادوال له اسلامي امارته غواړي چې د متوسطو او لېسو ښځينه زده کوونکو ته د زده کړې لار هواره کړي.
 
دوی وايي چې له زده کړو د نجونو لېرې پاتې کېدل، د هغوی راتلوونکی له تور تم سره مخ کوي.

د کابل اوسېدونکې ام البنین احمدي وايي:«په اسلام کې هم نجونو ته اجازه ورکړل شوې چې درس ووايي. هغوی د هلکانو په څېر دا حق لري چې درس ووايي او کار وکړي.» 

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره د یوې ۹ کسیزې کمېټې له جوړېدو څه باندې درې میاشتې تېرېږي؛ خو تراوسه د دغې کمېټې کار روښانه نه دی. 

په دې لړ کې زده کوونکې د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې څه باندې ۳۰۰ ورځې کېږي چې ښوونځي یې تړلي دي. دوی وایي چې یوولس میاشتې له زده کړو لېرې پاتې کېدل ډېره موده ده، او جبېره کول به یې زده کوونکو ته سخت وي.

یوې زده کوونکې وویل:«موږ غواړو هغه حق چې الله ج موږ ته راکړی دی، هر حکومت چې وي موږ ته یې راکړي، او دا د دې لامل کېږي چې موږ پرمختګ وکړو او خپلو انساني موخو ته چې هماغه خدای او کمال ته رسېدل دي.» 

بل خوا له ډېرو هڅو سره سره په دې تړاو د پوهنې وزارت د نظر پر ترلاسه کولو بریالي نه شوو. د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه