Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښايي د نوې طرحې له تصویب سره افغانستان ته د امریکا مرستې محدودې شي

د امریکا د استازو جرګه به داسې طرحه تصویب کړي چې ښايي دغه هېواد له افغانستان سره له هر ډول مرستو منع کړي.

له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو د مالي او پوځي مرستو له بشپړ بندېدو وروسته، اوس په روانه اوونۍ کې د دغه هېواد د استازو جرګې غړي داسې یوه طرحه تصویبوي، چې کېدای شي، پر بنسټ یې د امریکا د دفاع وزارت له لارې له افغانستان سره بشري مرستې بندې شي.

بل خوا د دغه هېواد د کانګرس یوه غړې پر دې طرحه اندېښنه څرګندوي او ولسمشر بایډن ته وړاندیز کوي،چې افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږلو بندیز ونه لګوي.

د امریکا د استازو مجلس غړې الهان عمر وايي:«افغانستان په نړۍ کې له تر ټولو وحشتناک بشري ناورین سره مخ دی. ۹۵ سلنه افغانان د خوراک لپاره پوره خواړه نه لري، چې د تېر کال پرتله بې وزلي په کې د پاموړ زیاته شوې ده. وروستۍ زلزلې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه کړل او زرګونه کورونه یې وران کړل. موږ باید د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړو، نه دا چې دا مرستې بې ځایه محدودې کړو.»

بل خوا اقتصاد وزارت وایي، چې د افغانستان پر اقتصاد به د امریکا بندیزونه دومره منفي اغېزې ونه لري.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي:«دم ګړۍ بدیلې ټاکنې شته، د نړۍ بېلابېل هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زموږ بنسټيزه موخه د افغانستان د اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو بیخ بیاوو پياوړتیا ده.»

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل:«د اسلامي امارت له بېرته راتګ وروسته، د افغانستان د دفاعي سکټور لپاره هېڅ ډول بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې او د مالیې وزارت توانېدلی چې د کورنیو عوایدو څخه په استفادې د اړتیا وړ بودیجه پوره کړي.»

خو د دغو مرستو بندېدل د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره څومره اندېښمنوونکي دي؟

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په دې هکله څرګندوي:«افغانستان باید پر خپل سیاسي تعاملاتو غور وکړي، د دې لپاره چې له افغانستانه د امریکا لېرې کېدل د سلو هېوادونو د لېرې کېدو په معنا دي چې د امریکا په دایره کې حرکت کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم وايي:«په سیمه کې د افغانستان له سټراټېژيک ټرانسپورټي موقعیت څخه استفاده، د افغانستان د کانونو د ایستلو لپاره د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب او په چټکه د سترو سیمه ییزو پرژوړ عملي کېدل چې افغانستان په کې ښکېل دی، کېدای شي چې د امریکا د مرستو لپاره مناسب غوراوي وي.»

تر دې وړاندې ولسمشر بایډن په یوه لیک کې د دغه هېواد له کانګرس نه غوښتې وو،چې د افغانستان نوم د دغه هېواد د اصلي متحدانو له نوملړه وباسي.

بل خوا د اسلامي امارت چارواکي وايي، چې د افغانستان پر اقتصاد به د امریکا بندیزونه دومره منفي اغېزې ونه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه