Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حقاني: نړۍ باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له نړۍ غواړي چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

ښاغلی حقاني نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې ونه کارول شي او د دې سربېره اسلامي امارت چمتو دی چې له نړۍ سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیل کړي.

سراج الدین حقاني وویل:«د نړۍوالو قوانینو او د اسلامي او ملي سنت پر بنسټ دغه هېواد په رسمیت وپېژنئ، خو که چېرې په رسمیت یې نه پېژنئ، زه خپلو خلکو او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې افغانان دومره بې همته او بې غیرته هم نه دي، خپله شل کلنه مبارزه یې له بهرنیو امکاناتو پرته او په خپل غیرت یې وکړه، او همدا اوس له دغه اقتصادي وضعیت سره د مټو پر زور به مبارزه وکړو.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي چې اسلامي امارت په عملي توګه ثابته کړې ده، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خیستل شي.

هغه څرګنده کړه:«دا د دوی (نړۍ) په خیر ده چې له افغانستان سره ډيپلوماټيکې اړیکې ټينګې کړي، هغوی موږ ته او موږ هغوی ته اړ یوو، که چېرې سبا دوی په کومه موضوع کې موږ ته اړتیا شي هغه مهال د کومو اصولو پر بنسټ له ما سره به خبرې وکړي.»

بل خوا د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایاتونو مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دې باور دی چې اسلامي امارت تر اوسه خپلې ټولې ژمنې نه دي عملي کړي.
                  
د افغانستان لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي:«دا زموږ په ګټه نه ده، چې افغانستان یو ناتوانه دولت ولري. نو ښایي د ورکړل شویو انتخابونو په منځ کې دا کار ډېر لګښت ولري، چې موږ د دې په لټه کې واوسو چې آیا له طالبانو سره لویه معامله وکړو او کنه. د دوحې په هوکړه لیک کې د دواړو لورو هم د طالبانو او هم د متحده ایالتونو ژمنې شته. خو د دغه هوکړه لیک ځینې برخې عملي شوي او ځینې برخې یې لا نه دي عملي شوې.»

خو نړۍوالې ټولنې په تېره بیا امریکا متحده ایالتونو تل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو په خوندیتوب او د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وایي،چې اسلامي امارت له نړۍ سره د اقتصادي او  سیاسي اړیکو پېلولو ته چمتو دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه