د یوې سروې موندنې ښيي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې په افغانستان کې ۷۳ سلنه زده کوونکي د درسي انګیزې له کمښت یا کموالي سره مخ شوي دي.
د افغانستان سلام رسنیز بنسټ نن د هغې نظر پوښتنې پایلې اعلان کړې چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د زده کړو او راتلونکې ته د محصلانو د هیله مندۍ په تړاو ترسره شوې ده.
دغه نظر پوښتنه، په کابل، ننګرهار، بلخ ، کندهار او هرات کې شوې ده،چې ۲۷۵ ښځینه او نارینه محصلانو پکې ګډون کړی دی.
د سلام وطندار راډيو د خبر څانګې مدیر ګل محمد ګران وویل:«د ۲۷۵ زده کړیالانو له منځه، ۷۳ سلنه زده کړیالانو ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته خپله انګېزه یې له لاسه ورکړې ده.»
د دې نظر پوښتنې په بله برخه کې د درسي انګېزې په تړاو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له ۳۸ استادانو سره خبرې شوې دي.
د سلام وطندار راډيو کارکوونکې بهشته محمدي وايي:«۵۶ سلنه استادانو ویلي دي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د تدریس انګېزه یې بدلون کړی یعنې دا چې یا کمه شوې او درس ته هېڅ انګېزه نه لري.»
د لوړو زده کړو وزارت چارواکي د زده کړو ته د محصلانو د انګېزې د کمېدو په تایید سره وایي، چې د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅې کوي.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو معین محمد اسماعيل روحاني وايي:«د انګېزې د کمښت یو لامل رخصتۍ وې؛ کله چې له رخصتۍ درسوته راځئ او رخصتۍ زیاتېږي څرګنده ده چې درس ته د زده کړیال علاقه کمېږي.»
د لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکوي، د کانکور آزموینې د اخېستو لپاره چمتووالی لري.
په دې اړه مو اندونه