Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پغمان کې د یوې کورنۍ د ۷ غړو وژل کېدل؛ د قربانیانو خپلوان عدالت غواړي

په پغمان ولسوالۍ کې د چهارشنبې په ورځ د یوې کورنۍ د اوو وژل شویو غړو خپلوان د عدالت غوښتنه کوي.

دا پېښه تېره چهارشنبه هغه مهال رامنځته شوه چې د دغې کورنۍ نهه غړي د وسله والو کسانو له کمین سره مخ شول. په دې پيښه کې اووه تنه ووژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

د محمد د وژل شوي محمد سالم پلار یارمحمد وایي چې د کورنۍ پر غړو یې هغه مهال وسله وال برید وشو چې د کور پر لور روان وو.

د محمد سالم پلار یارمحمد وویل:«ورځ وه چې زوی ته مې کمین نیولی و او قتل عام یې کړل؛ دا پېښه په ورځ کې شوې او ټول خلک خبر دي.»
  
د محمد سالم ورور محمد حاتم وايي:«ښه سړی و، چا له هغه بد نه ولیدلي.»

د دې کورنۍ سرپرست وایي چې هغوی بې ګناه وو او په هېڅ جنایت کې یې لاس نه درلود.
 
بل خوا د پغمان امنیه قومندان وایي چې د دې پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي. هغه دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله ګڼي.

د پغمان د امنیه قومندانۍ د چارواکو په وینا، د موټرو د تورو ښيښو له امله په دغه موټر کې ټول سپاره کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
    
د کابل د پغمان د امنیه قومندان عبدالمالک فقیر څرګنده کړه:«پر هغو کسانو یې چې ادعا لرله نومونه یې راکړل موږ هغوی دلته راوړي دي او په قومندانۍ کې تر څار لاندې دي.»

محمد سالم د اسلامي امارت غړی او د کابل د ۳۱۳ لوا د لوژسټيک مرستیال و، چې د پنجشنبې په ورځ له خپلو دوو زامنو، د تره له لور، خور او دوو خوریونو سره  دلته خاورو ته وسپارل شو.
 
د پغمان امنیه قومندان وایي چې د دې پېښې په تړاو څو تنه نیول شوي. هغه دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه