مرجان غونډۍ په کابل ښار کې یو له تاریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي چې د ډېرو پخوانیو پاچاهانو مقبرې پهکې دي.
پهدې غونډۍ کې د لرغونو اثارو د ساتنې مسوولان له دې ځايه د سيلانيانو د کمېدو په اړه اندېښمن دي او زیاتوي، تر دې وړاندې مرجان غونډۍ ته له ټول افغانستانه په سلګونه لېدونکي ورتلل.
ارګ ته څېرمه دغه غونډۍ چې نږدې سل جریبه ځمکه یې نیولې ده، خورا ښکلې بڼه لري.
خو دې غونډۍ ته ولې مرنجان وايي؟
د نادر خان د مقبرې ساتونکی حبیبالله وايي: «مرنجان یو بوټی و او کابل څلور دروازې درلودې دا چې درمل او ډاکټران کم و، پخواني خلک دلته راتلل او دا بوټی یې ماشومانو ته ورکاوه. په همدې خاطر دا غونډۍ د مرنجان په نوم یادېږي او له دې ځایه یې د مرنجان بوټي وړل، وروسته چې نادرشاه شهید شو، بیا په همدې غونډۍ کې دفن شو.»
تر دې وړاندې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو نه په مناسبتي ورځو په تېره بیا د اختر په ورځو کې خلک دې غونډۍ ته ورتلل او د فوټبال، والیبال، کاغد باد او نورو لوبو په کولو سره به یې څو شېبې له خپلو کورنیو سره په خوښۍ تېرولې، خو اوس داسې نهده.
حبیب الله پهدې اړه زیاتوي: «پخوا به په مناسبتي ورځو لکه نوروز او اختر کې خلک مېلې ته راتلل. د نجیب دورې پر مهال ارغوان و، ډېرې ښې ونې وې، اوس هم خلک راځي، خو ډېر لږ دي.»
مرنجان غونډۍ له کلونو راهیسې د افغانستان د هندوانو او سیکانو ملکیت و او هندوانو او سیکانو خپل مړي په همدۍ غونډۍ کې سوځول، خو وروسته بیا هنداوانو او سیکانو ته له دې غونډې لږ لېرې ځمکه ورکړل شوه او دا غونډۍ د هغوی له ملکیته ووته.
د کابل اوسېدونکی زیارمل وايي: «د امیر امان الله خان د دورې پر مهال چې هند ته یو پلاوی استول کېده، په هغوی کې د مرنجان سنګه په نوم یو سړی و، بیا وروسته دا غونډۍ د هغه په نوم شوه.»
د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالمجید وايي: «دا د مرنجان غونډۍ ده، په اصل کې د مرنجان په نوم یو کس د بودایانو وخت پورې دلته ژوند کاوه، کله چې بودایان له منځه لاړل، نادرخان راغی، کله چې نادرخان ومړ، دې غونډۍ ته یې راوړ او همدلته یې دفن کړ او دا غونډۍ د نادرخان په نوم مشهوره شوه.»
په ۱۳۱۲ لمریز کال کې فرانسوي لرغونپوهانو پهدې غونډۍ کې بودايي معبدونه کشف کړل. له دې غونډۍ نه تر لاسه شوي اثار اوس هم د افغانستان په ملي موزیم کې ساتل کېږي.