د ایران د کورنیو چارو وزیر پر کابل تور پورې کړ چې د افغانستان له لوري د ایران د حقابې په اړه اقدامات نهدي شوي.
ایرانۍ رسنیو د دغه ایراني چارواکي له خولې زیاته کړې، د هلمند حقابه د ایران قانوني او حقوقي حق دی.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: «د هلمند حقابه د ایران قانوني او حقوقي حق دی. د ایران استازي پهدې اړه له طالبانو سره خبرې کړې دي، ژمنې شوي چې تر دې دمه عملي شوې نهدي او تمه لرو چې ژر تر ژره عملي شي.»
بلخوا اسلامي امارت وايي، د هلمند د اوبو تړون ته پابند دی او په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د هلمند په سیند کې اوبه کمې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «که څه هم په ورستیو کلونو کې د وچکالیو له کبله په سیمه کې اوبه کمې شوې دي، خو اسلامي امارت د هلمند تړون څاري.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ایران سفیر له مرستیال په لېدنه کې ژمنه کړې چې اسلامي امارت په هېواد کې بزګرانو ته د اوبو رسولو تر څنګ هڅه کوي د ایران حقابه هم ورکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د نشراتو رییس غلام جیلاني حقپرست وايي: «هغوی ویلي چې د اوبو په تامین کې همکاري وکړئ، داسې یې نهدي ویلي چې ورکړل شوې نهدي، وزیر صاحب هم په ډېر صمیمیت سره ویلي، موږ غواړو خپلو بزګرانو ته اوبه ورسوو او هم په ۱۴۰۱ کې د ایران حقابه ورکړو.»
ورته مهال د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، په لوېدیځو ولایتونو کې د اوبو د نهشتوالي له کبله د افغانستان کرنیزې ځمکې وچې شوې دي.
د کرنې او مالدارۍ خونې غړی میرویس حاجيزاده وايي: «د لوېديځ زون، فراه، هرات، کندهار او نیمروز بزګران په هېواد کې ډېر زیانمن شوي، ځکه د کال فصل یې وچ شو او و نه توانېدل خپل حاصلات راټول کړي.»
افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان په عادي او نورمال کال کې په هره ثانیه کې ۲۶ مټر مکعبه اوبه ایران ته ورکوي.
په دې اړه مو اندونه