Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان ګډوالو سره په بد چلنی او په زور شړلو د ترکي پوځيانو تورنېدل

یو شمېر هغه افغان کډوال چې له ترکیې څخه په زور له شړلو وروسته کابل ته راغلي، د ترکیې د پوځیانو پر بد چلن نیوکه کوي.

دوی وايي چې په ترکیه کې د افغانستان سفارت هم د دوی په را شړلو کې رول لري او په انقره کې د افغانستان سفارت د دغو پناه غوښتونکو د اخراج اسناد لاسلیک کړې دي.

ایمل یو له همدغو کسانو دی وایي چې پنځه کاله وړاندې یې ځان ترکیې ته رسولې و، خو د ترکیې پولیسو له دغه هېواد نه په زور راشړلی دی.

له ترکیې نه راستون کړای شوی افغان کډوال ایمل وویل:«هلکان یې تلاشي کول؛ حتا جامې یې پرې ویستلې؛ په شدت سره یې وهل ډبول او ایستل یې.»

له ترکیې نه بل راستون کړای شوی افغان کډوال مجاهد هم وايي:«کله چې افغانان نیول کېږي د ترکیې دولت ورسره بد چلن کوي؛ په پنډغالو کې له هغوی سره بد چلن کېږي؛ هلته سمه ډوډۍ نشته، د ناروغانو درملنه نشته.»

دوی وایي چې د بې روزګارۍ له امله په ناقانونه توګه ترکیې ته تللي وو.

بل خوا د کابل د هوایي ډګر مسوولان وایي چې په ورځ کې تر درېیو چارتر الوتنو کې افغان کډوال بېرته هېواد ته را ګرځول کېږي.

د کابل د هوایي ډګر یو مسوول سید کاظم هاشمي څرګنده کړه:«د ورځې دوه یا درې الوتنې راځي او هره الوتکه چې کېني کابو ۱۳۰ تر ۱۵۰ تنو را لېږدوي.»

دغه را ایستل شوي افغانان وایي چې د دوی په راشړلو کې په افغانستان کې د ترکیې سفارت هم رول لري او که د افغانستان سفارت د دوی د بېرته راستنولو پاڼه لاسلیک نه کړي د ترکیې حکومت یې نه راشړي.

وموغوښتل چې په دې تړاو په ترکیې کې د افغانستان د سفارت نظر هم ولرو، خو په ترکیې کې د افغانستان د سفارت چارواکو په دې تړاو له څه ویلو ډډه وکړه.

د کابل د هوایي ډګر مسوولان وایي چې په ورځ کې تر درېیو چارتر الوتنو کې افغان کډوال بېرته هېواد ته را ګرځول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه