Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې پخواني غړي "په انلاین بڼه" د ناستو جوړولو غوښتنه کوي

د ولسي جرګې د پخوانيو غړو د یوې خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د ولسي جرګې د اداري پلاوي لومړۍ غونډه د یک‌شنبې په ورځ "په انلاین بڼه" جوړه شوه.

د دې ناستو د تر سره کېدو موخه د افغانستان پر مسايلو بحث او د وړانديزونو وړاندي کول دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا پخواني رییس له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، دا بنسټ د نړۍ د پارلمانونو د ټولنې غړیتوب لري.

د ولسي جرګې د دارالانشا پخوانی رییس عبدالقادر ځاځی وطن‌دوست وايي: «له نېکه مرغه په‌دې وتواندېدلو چې دا مساله پر ځای کړو او د ډېری وکیلان پتې مالومې دي او د انلاین ناستو په اړه یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.»

په هغې خبرپاڼه کې چې دوه میاشتې وړاندې ولسي جرګې ته په منسوبې پاڼه کې خپره شوه، ویل شوي دي چې انلاین غونډې به په اوونۍ کې درې ځلي د نړۍ د پارلمانونو د ټولنې او بهرنیو او کورنیو رسنیو په همکارۍ ترسره شي.

خو د ولسي جرګې د اوولسمې دورې یو شمېر غړي دا کار د خلکو په ګټه نه بولي.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو مخکینی استازی محمد عظیم محسني وايي: «ښايي انلاین ناستې ګټورې او مثتبې پایلې و نه‌لري، خو د خلکو او د ولایاتو ستونزې به په‌کې وړاندې شي.»

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو مخکینی استازی محمد علي اخلاقي وايي: «په تېر دوره کې یو شمېر استازو د دې پر ځای چې د هېواد د ګټو په اړه فکر او دریځ غوره کړي، د قومي، ژبنیو، مذهبي او شخصي ګټو تر اغېز لاندې وو.»

خو د سیاسي چارو شنونکي په‌دې تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «ممکنه ده چې له هېواده بهر د ولسي جرګې د وکیلانو د همغږۍ او د هغوی د یو ځای کېدو سبب شي، خو په افغانستان کې دننه اغېزناک نه‌شي ثابتېدای.»

بل‌خوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د  ولسي جرګې  د مخکینو غړو د انلاین غونډو  په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د تخار اوسېدونکی ګل محمد وايي: «په هر ځای کې چې ناسته وي، د افغانستان په ګټه دې فعالیت وکړي، ځکه له همدې هېواده یوو.»

اسلامي امارت په‌دې تړاو د نظر له ورکولو ډډه کړې ده.

د جمهوریت تر نسکورېدو وروسته د هېواد د مخکیني ولسي جرګې ډېری غړو هېواد پرېښود. تر دې وړاندې د ولسي جرګې نږدې دېرشو ښځينه غړو په یونان کې له خلکو سره د مرستې لپاره د یوې شبکې د جوړېدو پرانېسته وکړه چې تر اوسه یې هېڅ د پام وړ پایله نه‌ده لرلې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه