Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طلوع نیوز: په تېرو دوو میاشتو کې ۱۲ ولایتونو کې ۲۷ کسانو ځان وژنه کړې

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۲۷ تنو ځان وژنه کړې ده.

د طلوع نيوز د دغو موندنو پر بنسټ دغو ۲۷ تنو، په فارياب، کاپيسا، ارزګان، لوګر، غور، نيمروز، تخار، زابل، خوست، جوزجان، فراه او دايکندي ولايتونو کې ځان‎وژنه کړې ده.

د دغو پېښو له جملې يواځې شپږ يې په فارياب ولايت کې ثبت شوې دي.

د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ جنايي مدير مفتي محمد اسماعيل فرقاني وايي:«دوه پېښې د بې وزلۍ او د اقتصادي ستونزو له امله د نرینه وو وې او څلور نورې پېښې د ښځينه وو وې چې بېلابېلې انګېزې او علتونه یې لرل.»
        
د دې موندنو پر اساس د ځان وژنو په پېښو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر زيات دی. بې وزلي، بېکاري او کورنی تاوتريخوالی د ځان وژنو د پېښو د زياتوالي لاملونه ښودل شوي دي.

د کابل اوسېدونکی، مصطفی نوري وویل:«خلک ډېرې ستونزې لري لکه بې وزلي، لوږه، ډېرې بدبختیانې دي او اړ کېږي چې په ځان وژنې لاس پورې کړي.»

د ځان وژنو د پېښو د زياتوالي تر څنګ په وروستيو کې د کورني تاوتريخوالي له امله د کورنۍ د غړو وژل هم زيات شوي دي. د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په ورځ نيمروز کې دوه مېرمنو خپل خاوند، د شنبې ورځ په فراه کې يو ځوان خپل کاکا او په پکتيا کې يوه پلار خپل زوی وژلی دی.

د اروا پوه شرف الدين عظيمي په دې هکله وویل:«روانو حالتو دغه دربدرۍ، دغه کړکېچ، دغه ناخوالې غوښینې کړې دي دا یې زیاتې کړې دي.»

د بيا بيا اړيکو سره د روغتيا وزارت مسوولينو په دې اړه څه و نه ويل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه