Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوناما راپور: د تېرو لسو میاشتو پر مهال افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، د تېرو لسو میاشتو پر مهال په افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، د ملکي تلفاتو ډېره برخه "د عراق او شام اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې - خراسان ولایت" ته منسوب شوې ده.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه په خپور شوي راپور کې زیاته کړې، ملکي خلکو ته دا تلفات ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمایي څخه د ۲۰۲۲ کال د جون تر نیمایي پورې اوښتي دي.

ورته مهال د یوناما د بشري حقونو د برخې مسوولې فیونا فریزر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د یوناما د کلني راپور خپرولو په خبري کنفرانس کې وویل: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۲ کال جون تر ۱۵مې پورې د ۱۶۰ بې‌عدالتیو وژنو او د ۱۷۸ خپل سرو نیونو پېښې ثبت شوي دي.

یوناما وايي، په‌دې راپور کې شته موندنې او سپارښتنې تر ډېره هغه اندېښنې منعکسوي چې په تیرو لسو میاشتو کې د یوناما له‌خوا له یو شمیر واکمنو بنسټونو سره راپورته شوي دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست ځانګړي استازي مارکس پوټزل په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «زموږ نظارت ښيي چې د اګسټ له ۱۵مې راهیسې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره-سره، د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو څخه بې‌برخې دي.»

د یوناما په‌دې راپور کې همداراز د ښځو حقونو او نجونو زده‌کړو ته هم اشاره شوې ده.

یوناما زیاته کړې په‌دې راپور کې لیکلي: «د اګسټ له ۱۵مې راهیسې، په ښوونه او روزنه کې د بشپړ ګډون، په کار ځای، عام او د ورځني ژوند په نورو اړخونو کې د ښځو او نجونو ګډون په تدریجي ډول محدود شوی او په ډېرو مواردو کې په بشپړه توګه له مینځه وړل شوی.»

په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په پیل سره د پوهنې وزارت مسوولانو د ښوونځیو د پیل اعلان وکړ، خو وروسته یې د یوې اعلامیې په خبرولو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستل تر دویم امر پورې وځنډول.

هغه مهال پوهنې وزارت وویل، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو په اړه د اسلامي امارت رهبري پرېکړه کوي او په همدې اړه یې یوه کمېټه هم ټاکلی ده، خو له څه باندې ۳۰۰ ورځو تېرېدو سره لا هم د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه پرېکړه‌ نه‌ده شوې.

له دې سره سم، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست ځانګړي استازي مارکس پوټزل ویلي: «په کور د ښځو او نجونو کېنول افغانستان له هغو مهمو مرستو څخه محروموي چې ددوی له‌خوا تر سره کېږي. د ټولو لپاره زده‌کړه نه یوازې د بشر اساسي حق دی، بلکې دا د یوه ملت د رشد او پرمختګ کیلي ده.»

د ښځو د کار، بشري حقونو او په ټولنه کې د هغوی د ګډون نور موضوعات دي چې په کور دننه او له هېواده بهر وخت ناوخت د اسلامي امارت پر چارواکو ډېرې نیوکې کېږي.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې فیونا فریزر ویلي: «په ازاده توګه د سوله‌ییزې غونډې د جوړولو حق، د بیان ازادي او د نظر ازادي نه یوازې بنسټیزې ازادۍ دي، بلکې دغه چارې د یوه ملت د پرمختګ او ودې لپاره اړینې دي.»

په‌دې راپور کې همداراز ځینو نورو ټکو ته هم اشاره شوې ده:

  • د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې د واکمنو چارواکو لخوا، د ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي ډکو مجازاتو ۲۱۷ پیښې ترسره شوي دي.
  • د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې د واکمنو چارواکو لخوا د زور زیاتې ۱۱۸ موارد ثبت شویدي.
  • د بشري حقونو سرغړونو ۱۷۳ ژورنالیستان او د رسنیو کارکونکي اغیزمن کړي، چې له دې ډلې یې ۱۶۳ پیښې واکمنو چارواکو ته منسوب شوي دي. په دې ډله کې ۱۲۲ په خپل سر نیونې او توقیف، ۵۸ مورده ناوړه چلند، ۳۳ د ګواښ او تهدید او ۱۲ داسې  توقیفونه شامل دي چې د اړیکې نیولو اجازه یې نه لرله. په دغه موده کې شپږ خبریالان وژل شوي (پنځه تنه یې د داعش خراسان ډلې لخوا چې ځان ته د عراق او شام د اسلامي دولت څانګه وايي او یو تن یې د نامعلومو مرتکبینو لخوا).
  • د بشري حقونو سرغړونو، د بشري حقونو ۶۵ مدافعین اغیزمن کړیدي، چې ۶۴ پیښې یې واکمنو چارواکو ته منسوبې شویدي. په دغه ډله کې ۴۷ په خپل سرنیونې، ۱۷ داسې توقیفونه چې د اړیکې نیولو اجازه یې نه لرله، د ناسم چلند ۱۰ پیښې او د ګواښلو او ویرولو ۱۷ پیښې شاملې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا راپور رد کړ. ښاغلي مجاهد پر خپله ټویټر پاڼې لیکلي: «په هېواد کې هیڅ ډول خپل سرې وژنو او نیونو ته اجازه نشته. که څوک پخپل سري ډول وژنې او یا نیونې وکړي پخپله مجرم ګڼل کیږي او له شرعي قانون سره به مخ کیږي. په دې مورد د یوناما راپور حقیقت نلري، بلکې پروپاګند دی.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه