Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سرپرست حکومت پر چارواکو د تور پورې کولو په اړه د ا.ا رهبر فرمان

د اسلامي امارت ویاند د پنج‌شنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې د دولتي چارواکو د تورنولو په اړه د اسلامي امارت د رهبرۍ یو فرمان خپور کړی دی.

په‌دې خبرپاڼه کې څو ایتونه او څو احادیث وړاندې شوي چې بې‌ثبوته تورونه درواغ او د سزا وړ بولي.

د اسلامي امارت رهبر هبت‌الله اخندزاده په خبرپاڼه کې راغلي: «د اسلامي لارښوونو مطابق پر مسوولینو باندې بې‌ځایه تورونه ویل او له واقعیت څخه لرې نقد کول شرعاً جواز نه‌لري. ارجاف او شایعات خپرول په اسلام کې ځای نه‌لري او د مسلمانانو ترمنځ هم د کرکې او نفرت سبب کېږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي.»

په‌دې فرمان کې همداراز ویل شوي، د دیني عالمانو او د حکومتي کارکوونکو سپکاوی چې په هره وسیله وي مناسب نه دي.

د پوهنتون استاد نجیب‌الله جامع وايي: «د فرمان تر ټولو غټه غوښتنه دا ده، هغه ملي، مدني، بیان ازادۍ او مشروع نقدونه او دریځونه چې د نظام د اصلاح او په نظام کې د تغیر بحث رامنځ‌ته‌ کوي، له دې څخه باید ولسي ملاتړ وشي.»

خو د چارو شنونکي بیا پر دې باور دي چې، یو معیاري حکومت باید د نظم د ښه والي لپاره باید نقد ومني.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «نیوکه د نظام د اصلاح وسیله کېدلای شي او د حکومت‌والۍ د ټنګښت سبب کېدلای شي. ما ته دا اعلامیه سخته ښکاره شوه، ښايي داعلامیه د هغو کسانو لپاره وي چې په نظام کې دننه دي او په وروستیو کې یې د نجونو د ښوونځو په اړه یې څرګندونې کړې دي.»

د اسلامي امارت رهبر په دې اعلامیه کې همداراز زیاته کړې چې د ټولو هېوادوالو او رسنیو مسوولیت دی چې، دغه سپارښتنې عملي کړي. په دې اعلامیه کې همداراز د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د عمومي بښنې پر رعایتولو هم ټینګار شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه