Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت د رسیمت نه پېژندلو لپاره نړیواله اجماع

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وايي، د نړیوالې ټولنې هوکړه دا ده چې "طالبان" په رسمیت و نه پېژندل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر د اروپا په پارلمان کې په افغانستان کې د لوږې پر ډېرېدو او بد اقتصادي وضعیت نیوکې وکړې.

د هغه په باور نړۍ افغان ولس ته د مرستو د رسولو په لټه کې ده، نه د "طالبانو حکومت" ته!

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وايي: «موږ ډېر محتاطه یو او فکر کوو که چېرې یو ښه څيز وي؛ نو هغه د طالبانو د نه په رسمیت پيژندلو په تړاو د لویدیځوالو لویه اجماع ده او په دغه اجماع کې به په دې نږدې راتلونکې کې څه بدلون رانه‌شي.»

له دې سره سم، د تاجیکستان ولسمشر د منځنۍ اسیا هېوادونو په غونډه کې چې په قرغیزستان کې جوړه شوې ویلي چې، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان وايي: «د افغانستان ستونزو ته باید په دوامداره توګه پام وکړو. په افغانستان کې رامنځته کېدونکې پېښې نه یوازې پر مرکزي اسیا بلکې پر اورپا به هم منفي اغیز وکړي. د طالبانو مشرتابه د خپلو ژمنو پر خلاف د یوه ټول ګډونه حکومت له جوړولو ډډه کوي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې کابل تل له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه احمد منیب رسا وايي: «د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې په اوسني حکومت کې باید لوستي ځوانان او د بېلابېلو قومونو استازي شامل شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «که د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره د خلکو هیلې په پام کې و نه نیول شي، د دغه وضعیت دوام به نه یوازې د خرابېدو لامل شي، بلکې حکومت به د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې روسیې او امریکا ویلي وو، تر هغې چې، اسلامي امارت د نړۍوالو شرایط پوره نه کړي؛ نو د دوی د رسمیت پېژندنې په تړاو به هم څه پرېکړه ونه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه