Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما: د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه ا.ا سره اړیکه کې یوو

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي، دوی له اسلامي امارت سره په اړیکه کې دي څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د یوناما دغه چارواکې د نجونو د ښوونځیو تړل د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼي او وايي چې د نجونو د ښوونځیو تړل به د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر فیونا فرازر وایي: «زه فکر کوم چې، موږ باید دغه اندېښنې په دوامداره توګه مطرح کړو او د سرپرست حکومت له چارواکو سره نه یوازې د دغو اندېښنو بلکې د هغو د پایلو په تړاو هم خپل تعامل ته دوام ورکړو او دا چې واقعا په افغانستان کې څه پېښېږي.»
نوموړې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو نقش مهم ګڼي او زیاتوي چې له ټولنې د نجونو او ښځو ګوښه کول به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغیز وکړي.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر فیونا فرازر وایي: «ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل هغه چاره ده چې په بشپړه توګه پر ښځو اغیز کوي. نه یوازې پر ښځو او د هغو پر کورنیو او ټولنې، بلکې د افغانستان په پرمختګ کې د نجونو او ښځو پر پراخې ونډې هم اغیز لري.»
ورته مهال زده‌کوونکې عاطفه حبیبي وایي: «موږ به تر کله په بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوو؟ له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې لطفاً د افغان ښځو په برخلیک دې لوبې نه‌کوي.»
فرهاد احمدی دانش آموز 
له شاوخوا ۳۱۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي.
د ښځو حقونو فعاله فرح مصطفوي وایي: «که په افغانستان کې د ښوونځیو پرانیستلو او د ښځو د حقونو لپاره اراده و نه‌لري، د افغانستان رسمي دولت لپاره به بهیر د تېرو لسو میاشتو په څېر ننګونکی کړي.»
د اسلامي امارت له لوري د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او له افغان ولس سربېره نړۍوالې ټولنې تل د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.

د اسلامي امارت له لوري د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او ځینو ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه