Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'پر ا.ا له بندیزونو وروسته افغانستان کې اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شو'

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې پر اسلامي امارت د بندیزونو له لګولو وروسته په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې پر روسیې او ایران د بندیزونو زیاتوالي پر افغانستان هم بد اغېز کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل:«بشري وضعیت تر دې مخکې ښه نه و. واک ته زموږ له رسېدو او د بندیزونو له لګول کېدو سره دغه وضعیت لاپسې خراب شو. دغه بندیزونه پر روسیې لګول شویو بندیزونو ته ورته نه دي او آن پر ایران د لګول شویو بندیزونو په څېر نه دي. له همدې امله په افغانستان کې د سویفټ نړۍوال سیسټم یا د بانکونو تر منځ مالي نړۍوالې اړیکې هم فعالې نه دي او موږ هېڅ نړۍواله معامله نه شو کولای.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې بې روزګاري او بې وزلي زیاته شوې ده. د کابل په واټونو کې په ساده ګۍ سره بې وزلي او بې کاري لیدای شئ او دا وضعیت د خلکو لپاره ملا ماتوونکی دی.

سپین ږیری شیرین اغا د خپلې کورنۍ سرپرست دی. هغه له سهار تر ماښامه په خپل لاس ګاډي سره د کار په لټه وي؛ څو د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کړي دي.

هغه وویل:«له سهاره تر ماښامه په بیرون کې یم؛ خو کار نشته؛ نن مې لس افغانۍ کار کړی او هغه ورځ چې ۵۰ افغانۍ کار وکړم ډېر خوشحاله وم چې د پنځه دانو وچو ډوډیو پیسې پیدا شوې.»

په دې شرایطو کې د کارګرو لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ پیدا کول ډېر ستونزمن شوي دي.

رضوان چې، د سړک په غاړه د موټرو د ترمیم کار کوي وايي، سره له دې چې، سهار وختي کار ته راځي؛ خو بیا هم چندانې ګټه نه لري.

رضوان زیاته کړه:«کار و بار نشته اقتصادي وضعیت خراب دی کرايي کور لرم؛ خلک حتا د پنچرمینۍ د پیسو په ورکړه کې هم جنجال کوي شل افغانۍ لس افغانۍ راکوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي پر دې باور دي چې، سرپرست حکومت باید له افغانستانه د بندیزونو د لرې کولو لپاره خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«تر هغې چې سیاسي موضوع حل نه شي، شونې نه ښکاري چې پر اسلامي امارت لګول شوي بندیزونه دې لېرې شي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«له مالي امکاناتو او سرچینو په استفادې سره د اقتصادي وضعیت او دننه په هېواد کې د اقتصادي ظرفیتونو سم او نسبي مدیریت، په بهرنیو مرستو کې د روڼتیا تامین، په ټول کې د اقتصادي وضعیت د کنترول لپاره د معقولو اقتصادي سیاستونو استفاده هغه علتونه دي چې کولای شي اقتصادي وضعیت کنترول کړي.»

د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، د افغانستان څه باندې ۹۷ سلنه نفوس له فقر سره مخ دی. او په ورځ کې له دوه ډالرو له کم عاید سره خپل ژوند مخته بیايي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه