Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخي: د نجونو ښوونځي د خلکو د سخت لیدلوري له امله تړلي دي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي چې د نجونو ښوونځي د ډېری افغانانو د سخت لیدلوري پر بنسټ تړلي پاتې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند له "سي، جي، ټي، ان" ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې، د زده کړو او ښځو په تړاو دغه پرېکړه د سختو لیدلورو پر بنسټ شوې ده.

نوموړی وايي، هڅې روانې دي چې، دغه ستونزه حل شي:«لنډ مهالی ځنډ، دایمي ممنوعیت نه دی او هېڅکله ممنوعیت نه دی. د ټولنې یوه لویه برخه د هغه څه په تړاو چې ښځې یې کولی شي او یا هم ښځې یې نه شي کولای سخت لیدلوري لري. نو همدې مسلې ته په کتو حکومت هڅې کوي چې، په تدریجي ډول مخته ولاړ شي.»

له دې سره سم، هغه نجونې چې له څه باندې یولسو میاشتو راهیسې له ښوونځیو بې برخې دي؛ له اسلامي امارته غواړي چې، ښوونځي یې پرانیزي.

زده کوونکې فریحه وايي:«دا ډېره ناهیلې کوونکې ده او موږ له اسلامي امارته غواړو چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ پرانیزي.»

ورته مهال د پوهنتون استاده وحیده عدالت جو څرګندوي:«که چېرې یو دولت وغواړي چې یوه ټولنه پرمختګ ولري له زده کړو او له ټولنې سره له تعامل پرته بله لار نشته.»

له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې له څه باندې ۳۰۰ ورځو راهیسې ښوونځيو ته له تګه پاتې دي او کابل دغه چاره د اسلامي امارت رهبر پورې تړلې ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه