د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو د راتګ په پایله کې دیارلس کسان مړه شوي او شل نور ټپیان دي.
طبیعې پیښو ته د رسېدنې په چارو کې وزارت وایي چې دې سېلابونو د ځاني زیان تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
په تېرو دوو ورځو کې په میدان وردګو، پکتیا، ننګرهار، نورستان، پروان، پنجشېر، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلي دي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ژغورنې ډلې دغو ولایتونو ته لېږل شوې دي او زیانمنو ته بیړنۍ مرستې استول شوې دي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نیسم حقاني وویل:«د دغو سېلابونو له امله ځينې سترې او فرعي لارې ویجاړې او یا هم بندې شوې دي، اوس زموږ ډلې په سیمه کې په کار بوختې دي.»
په دې لړ کې د تېرو دوو ورځو په سېلابونو کې تر ټولو زیات تلفات او زیانونه د میدان وردګو ولایت خلکو ته اوښتي دي.
د دې ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي رییس وايي چې د دغو سېلابونو له امله د کابل بامیان لویه لار تړل شوې او د څو ولایتونو مسافر بند پاتې دي.
د میدان وردګو ولایت د طبیعي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس فیض الله جلالي وویل:«د نرخ او جلریز په سیمو کې یې ډېر ناورین رامنتخه کړی او د نرخ، دایمرداد او جلریز په عمومي سړک ځينې کسان مړه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.»
د دغو ولایتونو اوسېدونکي د لارې د بیارغونې او له دوی مرستې غوښتنه کوي.
میدان وردګو کې کروندګر شفیق الله وویل:«موږ ته زښته ډېر زیان او تاوان رسېدلی دی، موږ په کور کې څه نه لرو.»
په پنجشېر کې هم سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس نصرالله ملک زاده څرګنده کړه:«د پنجشېر ولایت په ابشار او حصه اول ولسوالیو کې خلکو ته یې زښته ډېر مالي زیان رسولی دی.»
په ننګرهار کې د دغو سېلابونو له امله د کابل - جلال اباد لار هم تړل شوې ده.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عزیز وايي:«په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده او موسمي مېوې یې هم له منځه وړي دي.»
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په وینا په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له امله د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې څه د پاسه ۸۰ تنه مړه او کابو ۱۲۰ نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د سېلابونو له امله ۲۵۰۰ کورونه وران شوي او کابو ۷۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او همداراز دوه زره څاروي هم له منځه تللي دي.
په دې اړه مو اندونه