Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په تړاو د تاشکند غونډه به له یوه ورځني ځنډ سره جوړه شي

د افغانستان په تړاو د تاشکند غونډه له یوه ورځني ځنډ وروسته سبا د سه شنبې په ورځ په ازبیکستان کې جوړه شي. 

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ازبیکستان له چارواکو سره په جلا جلا ناستو کې له نړۍ غواړي چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل پیل کړي. 

ټاکل شوې ده، سبا سه شنبې د نړۍ تر شلو زیات هېوادونه او نړۍوال بنسټونه په تاشکند کې د افغانستان پر مسایلو وغږېږي.

د اسلامي امارت پلاوي نن په جلا جلا ډول د ازبیکستان، د ملي امنیت له سلاکار  او د دغه هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، چې افغانستان غواړي له نړۍ سره تعامل ولري.
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«موږ حاضر یوو چې له نړۍ سره تعامل ولرو؛ اوس اسلامي امارت پر ټولو افغانستان حاکمیت لري او له نړۍوالو هېوادونو غواړي چې په اقتصادي او سیاسي برخه کې تعامل وکړي.»

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان پر استازو سربېره، د امریکا، روسیې، اروپایي ټولنې، برېټانیې، جاپان، پاکستان او آسیایي هېوادونو استازي د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، زده کړو او کار ته د نجونو د لاسرسي او د افغانستان له خلکو سره د مرستو زیاتولو ته د نړۍوالو ټولنې د رابللو په تړاو خپل وړاندیزونه ولري.
 
د ازبیکستان یو خبریال میراسرار فرغاني په دې هکله وايي:«د دغې غونډې موخه د نړۍ هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ همغږي ده، چې سوداګریزۍ او اقتصادي موردونو د ودې او له افغانستان سره د مرستو شدت ته زمینه برابره کړي.»

ورته مهال د بښنې نړۍ وال سازمان دغه غونډه شرموونکې بولي او وایي، چې له دې غونډې د ګاونډیو هېوادنو موخه په غیر مسقتیم ډول د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل دي.
   
د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا وايي:«ازبیکستان له افغانستانه د وېرې احساس کوي او له همدې امله غواړي چې په دغې ناسته کې ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستانه دغه هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند څرګندوي:«د دغو غونډو په ترسراوي نړۍ په هڅه کې ده چې اسلامي امارت ته د رسمیت ورکولو زمینې برابرې کړي.»

په دې لړ کې اسلامي امارت د تاشکند په نړۍواله غونډه کې د افغانستان د پلاوي حضور له نړۍ سره د افغانستان د اوسني حکومت د تعامل یوه بېلګه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«له نړۍوالو هېوادونو سره زموږ تعامل ښه دی او یه له بېلګو د افغانستان په هکله د تاشکند غونډه ده چې څرګندوي افغانستان د تعامل په برخه کې ستونزه نه لري.»

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دغه غونډه د دوو نورو هغو غونډو په دوام جوړېږي، چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو او د جګړې د پایته رسېدو په تړاو جوړې شوې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یو ځل بیا په هېواد کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د یوناما سرپرست په بامیان ولایت کې د مدني ټولنې ، ښځو او د خلکو د مشورتي کمېسیون له استازو سره په کتنه کې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه