په تېرو څو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرونه خپرېږي چې پاکستان منځنۍ اسیا ته د واخان دهلېز په اړه له افغانستان سره هوکړې ته رسېدلی دی، خو اسلامي امارت دا راپورنه رد کړل او تشې اوازې یې وبللې.
د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي: «د واخان په هکله له چا سره خبرې نهدي شوي او نه چا مطرح کړی دی؛ د هېواد هره برخه او هره سیمه د هېواد نه جلا کېدونکې برخه ده.»
لکه څرنګه چې د ټولنيزو رسنيو لسګونه کاروونکو د افغان حکومت او پاکستان تر منځ د واخان بندر په اړه د موافقې په تړاو ليکلي دي.
د دوی په وينا، پاکستان هڅه کوي چې د بدخشان د واخان له لارې منځنۍ اسيا ته لاسرسی پيدا کړي او په دې اړه يې له افغان حکومت او چین سره خبرې کړې دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریيس کريم خرم هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پاکستان د حامد کرزي په دوره کې له هغه وغوښتل چې د واخان له لارې مرکزي اسيا ته لار ورکړي، خو حامد کرزي دا غوښتنه و نه منله.
ښاغلي خرم لیکلي: «پاکستان په اصرار او په تکرار له ولسمشر کرزي غوښتل څو اجازه ورکړي واخان غوڅ کړي او تاجیکستان ته د تجارت لپاره سړک وباسي، خو نوموړي تر پايه و نه منله. اورېدلي مې دي چې دا غوښتنه تازه شوې ده.»
بلخوا کارپوهان، واخان د افغانستان لپاره مهمه سټراټېژيکه او اقتصادي نقطه ګڼي.
د سياسي چارو کارپوه وحيد فقيري څرګندوي: «په دا ډول مسایلو کې د افغانستان عمومي ګټه په پام کې ونیول شي چې له اقتصادي او نښلون له پلوه کوم څيز د هېواد په ګټه دی.»
واخان د افغانستان له مهمو ولسواليو څخه ده چې سوېلي اسيا له مرکزي اسيا سره نښلوي.