Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو سېلابونو د قربانیانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر اتلس تنو ته رسېدلی دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې نن هم یو شمېر ولایتونه د ویجاړونکو سېلابونو شاهد وو او تر اوسه د دې پېښو د مرګ ژوبلې کره شمېره معلوم نه دی.

له بلې خوا سېلابونو په پنځو ولايتونو کې فرعي لارې تړلي دي..

د سیلابونو د راوتلو له امله په میدان وردګو ولایت کې لس تنه، په ننګرهار کې پنځه تنه او په نورستان کې درې تنه مړه شوي دي.

دغو ولایتونو ته تر نورو ولایتونونو ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي:«د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، زموږ ۱۸ هېوادوال شهیدان شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان شوي دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د دوشنبې په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راغلي وو،چې تر اوسه یې د تلفاتو او زیانونو په تړاو جزیات په لاس کې نشته.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت معین شرف الدین مسلم وویل:«هغه معلومات چې موږ ته رارسېدلي دي، نن دوشنبې هم بارانونه او سېلابونه وو او وړاندوینه شوې ده چې سبا (سې شنبې) په ۲۳ ولایتونو کې امکانات شته.»

د کابل- جلال آباد او کابل- بامیان لویې لارې د سیلابونو د راوتلو له امله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوې.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي،چې اوسمهال دغه لارې د مسافرو پر مخ خلاصې شوې دي.

بل خوا د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، لاهم د پنځو ولایتونو فرعي لارې د خلکو پر مخ تړلې دي.   

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال عبدالکریم فاتح څرګنده کړه:«په نورو ولایتونو کې له پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګو او غزني ولایتونو کې ویجاړۍ لرلې دي چې فرعي لارې تړل شوي او عمومي لارې پرانیستې دي.»

تر اوسه د وروستیو سېلابونه د مالي زیانونو کچه په کره توګه څرګنده نه ده. خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي،چې سلګونه کورنه او زرګونه جریبه ځمکه زیانمنه شوې ده.

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي له حکومت نه غواړي چې د تړل شویو لارو د پرانېستلو لپاره جدي هڅې وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی نیازی وايي:«خلکو ډېر مالي او ځاني تاوانونه لیدلي دي، ډېر په تکلیف دي، لارې تړلې دي.»

په وروستۍ یوې میاشتې کې د سېلاوبونو د راوتلو له امله د هېواد په شلو ولایتونو کې نوي تنه مړه شوي او تر ۱۲۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه