Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هنري فلمونو د جوړولو لپاره د بودجې له نشتوالي د افغان فلم شکایت

د افغان فلم رييس وايي، د هنري فلمونو د جوړولو لپاره بودجه نه‌لري؛ نو ځکه یې د مستندو او لنډو فلمونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړى دى.

د افغان فلم رییس زیاتوي، په افغان فلم کې د ټولو تاریخي سندونو ساتل لومړیتوب لري او تاریخي فلمونه د هغو سندونو یوه برخه ده چې دلته ساتل کېږي.

د افغان فلم رییس جاوېد افغان وايي: «په کمو امکاناتو او کمه بودجه باندې موږ ډېر کار کړی دی. اوس‌مهال هم ډېرې پروژې تر کار لاندې دي. ځینې لنډ مستندونه مو نندارې ته وړاندې کړل.»

بل‌خوا د دې ادارې چارواکي وایي، د افغانانو د کلتور او دود په اړه به مستند فلمونه جوړ شي او ښځې هم کولای شي په فلمونو کې رول ولوبوي.

اوس‌مهال د دغه بنسټ په اداري برخه کې پنځه ښځې کار کوي.

د افغان فلم ریاست کارکوونکی طیب الرحمن وايي: «که ښځې د اسلامي حجاب په مراعتولو سره راشي، موږ هېڅ ستونزه نه‌لرو.»

د افغان فلم د کارکوونکو په وینا، د دې بنسټ په ارشیف کې زرګونه ساعته فلمونه ساتل کېدل، خو په ۱۳۹۷ کې د ولسمشر په یوه فرمان د ارګ ارشیف ته ولېږدول شول.

د افغان فلم د تولید او تخنیک امر عبدالعظیم کریمي وايي: «له بده مرغه په ۱۳۹۷ کال کې د وخت د حکومت له لوري لارښوونه وشوه چې له انالاګ وسایلو او تجهیزاتو سره د افغان فلم ټول ارشیف ارګ ته ولېږدول شي.»

افغان فلم په ۱۳۴۷کال کې فعالیت پیل کړ او د دغه بنسټ په ارشیف کې د افغانستان زرګونه ساعته تاریخي او هنري فلمونه خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه