د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په اړه د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند ناسته کې وویل، د امریکا اقتصادي بندیزونو په افغانستان کې د "نظام فعالیتونه ټکني" کړي دي.
د ازبکستان په پلازمېنه کې د افغانستان امنیتي او اقتصادي پرمختګ په تړاو د تاشکند ناسته له یو ورځني ځنډ وروسته نن سهشنبه (زمري ۴مه) د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
ښاغلي متقي د دې ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل: «سره له دې چې له یوې خوا زموږ هېواد شل کلنې جګړې ځپلی او له بلې خوا، زموږ اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې دی، چې زموږ وطن کې د فقر یو له اساسي لاملونو څخه دی. دې چارې نه یوازې دا چې د بهرنۍ پانګونې او د پیسو د لېږد مخه یې نیولې، زموږ د نظام هغه فعالیتونه یې هم ټکني کړي، چې ګټه یې یوازې او یوازې عام ولس ته رسېږي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي همداراز وویل، اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي او دوه اړخيزو مشروع ګټو په چوکاټ کې مثبت تعامل ته چمتو دی.
هغه زیاتوي د دې وخت را رسېدلی چې نړۍ د افغانستان په بېامنيتۍ او بېثباتۍ کې د پانګونې پر ځای د افغانستان په ثبات کې پانګونه وکړي او په خبره یې ثبات د ټولو په ګټه دی او بېثباتي د ټولو په زیان ده.
نوموړي همداراز وویل: «د امريکا پر متحدو ايالتونو غږ کوو چې د افغانستان بانک ټولې شتمنۍ بې له قيد او شرطه آزادې او پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کړي. دا د اړيکو د عادي کولو لهپاره اساسي ګام دی. دا کار به د امریکا په اړه د افغانستان د خلکو په ذهنونو مثبت اثر وکړي.»
ورته مهال د اسلامي امارت یو لوړپوړی غړی انس حقاني د دې ناستې په اړه وايي، نړۍ افغانستان ته د یوې مهمې اړتیا په سترګه ګوري.
ښاغلي حقاني زیاتوي: «دنیا د افغانستان تعامل او تعلق ته ضرورت ویني. تر اوسه پورې اکثریت لورو ښې مثبتې خبرې وکړې، له دې وروسته هم امید دی چې نورې هم ښې خبرې وشي او ښه پرمختګونه ولرو. د سیمهییزو هېوادونو چین، روسیې او ځینو نورو هېوادونو استازو د افغانستان په دفاع او د افغانستان د ملت په حق کې یې اواز پورته کړ او د دوی د کنګل شویو شتمنیو د ازادۍ غوښتنه یې وکړه.»
د اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو د رسمي تعامل او اقتصادي بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه داسې مهال کوي چې د نږدې یوه کال په تېرېدو سره د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد په رسمي توګه اعلان نهدی کړی چې په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
خو د پاکستان، ایران، چین او روسیې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د افغانستان په سفارتونو کې د اسلامي امارت له لوري پېژندل شوي استازي د ډېپلوماټانو په توګه د افغانستان په سفارونو کې منلي دي.
په دې اړه مو اندونه