Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نجونو د ښوونځيو پر پرانیستې د پکتیا د دیني عالماوو او قومي مشرانو ټینګار

د پکتیا ولایت ځينې دیني عالمان او قومي مشران له اسلامي اماراته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.

دغه دیني عالمان چې په ګردیز ښار کې سره راټول شوي وو وايي چې نجونې د هلکانو په څېر حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او زده کړې وکړي. په دغې غونډه کې ځينو هغو کسانو هم ګډون درولود چې په کابل کې د عالمانو په لویه غونډه کې یې هم حضور درلود.

له پکتیا ولایته د علماو په لويې غونډې ګډونوال حاجي موسی وویل:«د ټول افغانستان د خلکو دا غوښتنه ده که نر وي او که ښځه علم پرې فرض دی او د علم په باره کې باید هرڅوک خپله همکاري ورسره وکړي او چې څومره ژررتر ژره په وس کې د چا وي شي باید دا کار وشي او خلاص شي.»

له پکیتا ولایته د علماو د لويې غونډې بل ګډونوال مولوي بخت الله هم وايي:«په لویه جرګه کې موږ ته دا ډاډ راکړل شوی، د تعلیم په اړه چې دا څومره مسلمانان تشویش لري د دې تشویش لپاره تاسو ته دا خبره کوم چې ان شاءالله د شریعت په چوکاټ کې به ډېر ژر دا ادارې پرانیستل شي.»

د غونډې ګډونوالو له اسلامي امارته د ملاتړ په څرګندولو غوښتنه وکړه چې د پوهنې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د غونډې ګډونوالو پر نړۍ‌والو هم غږ وکړ، چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت وپېژني او د نورو مرستو ترڅنګ د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.

د پکتیا قومي مشر معصوم سادات څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت چې اکثریت د ملت له دوی سره دي دا باید په رسمیت وپېژندل شي.»

د پکتیا بل قومي مشر محمدشريف وویل:«د بین الملل په قوانینو کې هم دا حق نه لري چې دا پیسې وګرځوي او خپلو قربانیانو ته یې ورکړي او دا کار کولای هم نه شي زه له دغه ځایه غږ کوم چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې نور په یو نوم او بل نوم نه بندوي.»

دیني عالم مولوي بخت الله وايي:«موږ غږ کوو چې زموږ مظلوم وطن افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه هغه شرایط چې د رسیمیاتو لپاره دي هغه ټول پوره دي.»

تر دې مخکې د يو شمېر نورو ولايتونو ديني علماوو او قومي مشرانو هم د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. اسلامي امارت ظاهراً وايي چې، د نجونو ښوونځي به پرانیستل شي، خو د نږدې يوه کال په تېرېدو لا هم له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کېدو دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه