Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مفتي تفي عثماني په مشرۍ کابل ته د پاکستان دیني عالمانو سفر

اسلامي امارت کابل ته د پاکستان د دیني عالمانو د یوه پلاوي له سفره خبر ورکوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د پاکستان دیني عالمان به په دغه سفر کې د سرپرست حکومت له بېلابېلو چارواکو سره لیده کاته او خبرې اترې وکړي.

د اسلامي امارت چارواکي په دې هکله نور حزییات نه ورکوي.
 
د مفتي تقي عثماني په مشرۍ دغه ۱۸ کسيز پلاوی د دوشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راورسېد. په دې پلاوي کې د پاکستان د کابيني د سرحدونو او قبايلو وزير طلحه محمود هم ګډون لري.

د اسلامي امارت مسوولين کابل ته د دغه پلاوي راتګ تاييدوي؛ خو دا چې د کومو موضوعاتو په اړه به د حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي، څه نه وايي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وویل:«د پاکستان د علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی دی او دا یوه طبیعي خبره ده چې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر ځينو موضوع ګانو به خبرې وکړي؛ خو تراوسه روښانه نه ده چې دوی په کومو موضوعګانو به خبرې وکړي او له چا سره به وویني.»

په پاکستان کې يو شمېر سرچينې وايي، چې کابل ته د دغه پلاوي د سفر هدف د پاکستاني طالبانو د تحريک او د دې هېواد د حکومت تر منځ په مذاکراتو کې د شته ستونزو په اړه بحثونه دي.

خبريال طاهر خان څرګندوي:«بنسټيزه موخه دا ده ځينې هغه ستونزې چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د امنیتي او ریاستي ادارو د سولې خبرو اترو ترمنځ موجودې دي د هغې د له منځه وړلو لپاره تللي دي.»

کابل ته د دغه پلاوي د راتګ په اړه نظرونه مختلف دي.

د سياسي چارو کارپوه احمد خان اندړ وویل:«دوی دوه مخی سیاست مخته وړي؛ دوی اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني خو هڅه کوي چې نړۍ ته وښي چې دوی په افغانستان کې برلاس لري.»

د سیاسي چارو شنوونکی محمد حسن حقیار هم څرګنده کړه:«د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ د منځکړیتوب ترڅنګ ځينې اقتصادي، سوداګریز مسایل او هغ ستونزې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دي، د دغه پلاوي له خوا به یې یادونه وشي.»

د پاکستاني طالبانو د تحريک او پاکستاني حکومت تر منځ خبرې شاوخوا يو کال وړاندې پيل شوې، چې دواړه لوري د اوربند موافقې ته هم ورسېدل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه