د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته به دوه زره کورني بېځایه شوي بېرته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
دکابل ولايت دکډوالو چارو رييس احمدالله هاشمي وایي، له دغو بېځايه شويو سره د مرستې پلان جوړ شوى دى.
ښاغلی هاشمي زیاتوي: «روانه اوونۍ ۲۲۸ کورنۍ ستنېږي او موږ په پام کې لرو چې ۲۰۰۰ کورنۍ خپلو ولایتونو ته ستنې کړو.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازی محمد عارف صدیقي وايي: «د دغو بېځایه شویو کسانو نوملړ له خپلو ولایتي زونونو سره شریکوو، له ارزونې وروسته اړمنو کسانو ته ۴۰۰ ډالر ورکول کېږي او کورونه یې ترمیمېږي. همداراز خوراکي مرستې او موقتي سرپناوې ورته هم په نظر کې نیول شوې دي.»
اخوا دغه بېځایه شوي وايي، د بېکوره کېدو او وزګارۍ له امله اندېښمن دي.
د څلورو ماشومانو مور فتانه چې له فاریاب ولایته کابل ته راغلې طلوعنیوز ته وايي: «په فاریاب کې کاروبار نهشته، بېوزلي ډېره ده، اوس خو موږ ستنوي، خو نه پوهېږو چې څه به کېږي؟»
دوی له مرستندویه بنسټونو د دوامداره مرستو غوښتنه کوي.
یو کورنی بېځایه شوی عبدالقهار وايي: «پنځه زره افغانۍ د کور کرایه ورکوي، دوه میاشتې وشوې چې د کور کرایه مې نهده ورکړې. خپله کورنۍ مې په فاریاب کې پاتې ده، یو ځای ته د کار لپاره ځم.»
یو بل کورنی بېځایه شوی محبالله وايي: «له موږ سره باید دایمي مرسته وشي، اوس یې دوه سوه ډالره راکړي، نیم یې له موږ په لاره کې مصرفېږي، یوه بوجۍ اوړه او غوړي چې هم راوړي، زموږ په درد نه خوري.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو په خبره، اوسمهال په هېواد کې درې مېلیونه کورني بېځایه شوي شته چې په ولایتونو کې د جګړو او وچکالۍ له کبله پلازمېنې ته راغلي دي.
په دې اړه مو اندونه