Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

واخان کې د پاکستان له خوا د جوړو شویو سرحدي نښو د له منځه وړلو ادعاوې

په خواله رسنیو کې ځينې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په هغه کې د بدخشان په واخان کې څو تنه وسله وال چې ځانونه د اسلامي امارت ځواکونه معرفي کوي، ظاهراً سرحدي نښې له منځه وړي.

د دوی د ادعاوو پر بنسټ، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دا د نښې څلي جوړ کړي دي. په یوه دغه څلي چې د دغو کسانو له خوا ویجاړېږي، پاکستان او تر لاندې یې ۲۰۲۱ کابل لیکل شوی دی.

په بله ویډیو کې، ویډیو اخیستوونکي ادعا کړې چې ګواکې پاکستان له دغه کار سره په ظاهره هڅه کوي په دغې سیمه کې د اوبو یوازینۍ سرچینه ولکه کړي.

طلوع نیوز د دغو ویډیوګانو د ثبت او ځای کره نېټه نه شي تاییدولای.

همدارنګه رسمي سرچینو هم تراوسه د دغو ویډیوګانو په تړاو څه نه دي ویلي. دغه ویډیوګانې داسې مهال خپرې شوې دي چې اسلامي امارت هم د واخان په تړاو له پاکستان سره هر ډول جوړ جاړی رد کړی دی.

دغه ویډیوګانې داسې مهال خپرې شوې دي چې اسلامي امارت هم د واخان په تړاو له پاکستان سره هر ډول جوړ جاړی رد کړی دی.

Thumbnail

په خواله رسنیو کې ځينې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په هغه کې د بدخشان په واخان کې څو تنه وسله وال چې ځانونه د اسلامي امارت ځواکونه معرفي کوي، ظاهراً سرحدي نښې له منځه وړي.

د دوی د ادعاوو پر بنسټ، پاکستان د افغانستان په خاوره کې دا د نښې څلي جوړ کړي دي. په یوه دغه څلي چې د دغو کسانو له خوا ویجاړېږي، پاکستان او تر لاندې یې ۲۰۲۱ کابل لیکل شوی دی.

په بله ویډیو کې، ویډیو اخیستوونکي ادعا کړې چې ګواکې پاکستان له دغه کار سره په ظاهره هڅه کوي په دغې سیمه کې د اوبو یوازینۍ سرچینه ولکه کړي.

طلوع نیوز د دغو ویډیوګانو د ثبت او ځای کره نېټه نه شي تاییدولای.

همدارنګه رسمي سرچینو هم تراوسه د دغو ویډیوګانو په تړاو څه نه دي ویلي. دغه ویډیوګانې داسې مهال خپرې شوې دي چې اسلامي امارت هم د واخان په تړاو له پاکستان سره هر ډول جوړ جاړی رد کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه