Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټوماس وېسټ: واشنګټن چمتو دی د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو ملاتړ وکړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي واشنګټن چمتو دی چې د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو ملاتړ وکړي.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د ملي سیاسي بهیر په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او وايي چې هېڅ هېواد باید پر افغانانو رهبر او کوم بهیر تحمیل نه کړي.

ښاغلي وېسټ همدارنګه خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د تاشکند غونډې یو شمېر ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تېره بیا پر ښځو او خبریالانو د محدودیتونو پر لګول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او په افغانستان کې یې د ملي سیاسي بهیر پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دغه امریکایی چارواکی د ازبیکستان له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د ټيکاو په رامنځته کېدو کې د ازبیکستان رول مهم بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ څرګندوي:«ازبیکستان د امریکا متحده ایالتونو په څېر له طالبانو سره د ترهګرۍ په تړاو د اندېښنو، د سرحدي ثبات په تړاو د اندېښنو او د بشري حقونو د نقض په تړاو د اندېښنو په برخه کې  تعامل کوي. نو موږ په خپله تګلاره کې له یو بل سره همکاري کوو، څو ډاډمن شو، چې موږ له طالبانو سره په یوه غږ خبرې کوو.»

په دې لړ کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، چې د تاشکند په غونډه کې هېڅ هېواد د طالبانو له رسمیت پېژندنې ملاتړ نه دی کړی.
 
د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«د تاشکند په غونډه کې ما او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټينګار وکړ، چې امنیت او اقتصادي ثبات، د ښځو د حقونو له ساتنې، د قومونو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو او د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته نه رامنځته کېږي. دا هیله بښوونکې وه، چې ډېری ګډونوال د یوه سیاسي بهیر غوښتونکي وو، خو هېچا د طالبانو له رسمیت پېژندنې ملاتړ ونه کړ.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلسون هم وویل:«ما د ښځو او نجونو، قومونو او اقلیتونو د حقونوپه ګډون د بشري حقونو پر جدي وضعیت او دغه راز د بیان پر آزادۍ ټینګار وکړ.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وویل:«که چېرې د کنفرانس پایلې ته وګورو، هغه ټویټونه چې رینا امیري او ټوماس وېسټ او د اروپا استازي کړي دي، تېره ورځ اړیکې ترنګلې شوې دي او دوی د افغانستان ستر مرستندویه دي او بشري مرستې خو دوی تمویلوي، او داسې نه شي چې د افغانستان اړیکې له دوی سره خرابې شي.»

بل خوا د اسلامي همکاریو سازمان له کابل سره پر تعامل ټينګار کوي او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی په دې باور دی،چې له اوسني وضعیت نه د وتلو لار له افغانستانه دننه تېرېږي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وویل:«نړۍواله ټولنه او ګاونډيان دا چمتووالی لري، چې له ناورین نه د وتلو لپاره د دغه هېواد له چارواکو او خلکو سره تعامل پېل کړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې هکله داسې وايي:«په ټول کې ویلای شو دا یو مهم کنفرانس و او اسلامي امارت له دغې غونډې په ډېره ښه بڼه استفاده وکړه او دا یوه ستره لاسته راوړنه وه.»

د تاشکند غونډه چې د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده، د شاوخوا شلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو په ګډون جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه