Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د امریکا-افغانستان مشهورتي میکانېزم پیل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان ښځو او افغان مدني فعالانو سره د مشورې لپاره د امریکا-افغانستان مشورتي میکانیزم جوړ کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دې مشورتي پروګرام د پیلولو موخه د افغانستان له ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره  خبرې اترې او د هغوی په مرسته د بشري حقونو د سرغړونو مستند کول دي.

د بهرنیو چارو وزارت دا پروګرام د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ، د اتلانتیک شورا، د ښځو لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ، د سولې او امنیت سازمان، او د نړیوال خویندو انسټیټیوټ سره په ملګرتیا پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دې میکانیزم د پرانېستلو پر مهال یو ځل بیا د اسلامي امارت د مشرانو له لوري د ژمنو په ماتولو نیوکه کوي او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه وروستي پرمختګونه او له بشري حقونو څخه سرغړونې دردونکې بولي.

ښاغلی بلېنکن وايي: «د دې مشورتي میکانیزم په مرسته به موږ اړیکي یوې لوړې او بلې کچې ته ورسوو. له همدې امله، زه ډېر خوښ یم چې دا میکانیزم کولای شي د افغانستان مدني ټولنې ته د متحده ایالاتو له رغنده پالیسیو سره نږدې اړیکې اسانه کړي، څو د افغان ښځو لپاره کارونه تر سره شي او د منلو وړ سټراتیژیک پلان رامنځ‌ته شي او د بشري حقونو ځینې سرغړونې مستند کول، له همدې امله د مدني ټولنې سره زموږ همکاري ډېره شدیده، ډېره ګټوره او ډېر هدف لرونکې ده، څو دا ډېر هدفمند او معنی ولري او دا هغه څه دي چې دا کاروبار دی.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، دا پروګرام له بېلابېلو قومونو په ځانګړې توګه د ښځو او د افغانستان مدني ټولنې له فعالانو سره د سېسټماټیک او دوامداره خبرو اترو لپاره جوړ شوی دی.

نوموړې وايي، د مشورتي میکانیزم اکثره غړي ښځې او یو شمېر یې نارینه دي چې په افغانستان کې دننه او بهر ژوند کوي.

رينا اميري زیاتوي: «په بېلابېلو پروګرامونو او مسايلو کې د ښځو ونډه مهمه ده؛ د شته ننګونو په اړه؛ د حقایقو په اړه چې شتون لري او د مختلفو موضوعاتو په اړه. د بشري حقونو میکانیزم د حساب ورکونې، د قانون حاکمیت، په مدني ټولنه او د سولې په بهیر کې د ښځو په ګډون او د افغانستان په ټولو چارو کې د ښځو شتون او استازیتوب مهم دی؛ نو موږ د دې رول تر سره کولو ته چمتو یوو.»

بل‌خوا د ښځو د حقونو فعالان په‌دې باور دي چې دغه میکانیزم په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې اغېزناک تمامېدای شي.

د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو اعاده، لکه د زده کړې حق، د کار حق، او همدارنګه د بشري حقونو بشپړ رعایت، د ټول‌ګډونه حکومت رامنځ‌ته کول او د بیان ازادي هغه مسایل دي چې نړيواله ټولنه او امريکا تل داسلامي امارت له لوري په څارني او عملي کولو ټينګار کوي.

په افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، د مشورتي میکانیزم اکثره غړي ښځې او یو شمېر یې نارینه دي چې په افغانستان کې دننه او بهر ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه