Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د داعش جنګیالیو ډېرېدو په اړه دمسکو ادعا؛ اسلامي امارت یې ردوي

مسکو ادعا کړې چې د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو ورورسته په افغانستان کې د داعش جنګیاليو شمېر زيات شوی دی، خو اسلامي امارت یې ردوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د پنج‌شنبې ورځ په يوه خبري ناسته کې ويلي، په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر درې برابره شوی دی.

هغه داعش نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ګاونډيو هېوادونو ملي ګټو ته خطر بللی دی.

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف ویلي: «تقریباً، د دوی شمېر ۶۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی. که مو په یاد وي، د طالبانو واک ته رسېدو او د داعش پر وړاندې د دوی له چټکو اقداماتو وروسته د دوی شمېر دوه زره وو، خو اوس دا شمېر درې برابره زیات شوی دی.»

خو کابل په هېواد کې د داعش جنګياليو د تعداد د زياتوالي ادعاوې ردوي. د رییس الوزرا ویاند وايي، داعش ډله په افغانستان کې ماته شوې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «په افغانستان کې د داعشي پدیدې د زیاتېدو اټکل ناسم او له واقعیت څخه لرې دی. په‌دې اړه تشویشونه ایجادول فتنه ګرو ته د کمپاین کولو په مانا دی چې باید تر سره نه‌شي. اسلامي امارت او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې داعش ځاله جوړه کړي.»

د چارو کارپوهان په افغانستان کې د داعش د شمېر د زياتوالي په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو کارپوه سيد اکبر اغا وايي: «د کابلوف خبره له واقعیت څخه لرې ده، دوی غواړي چې د افغانستان حکومت ته مشکلات منصوب کړي او حکومت له ناکامۍ سره مخ کړي، مناسبه خو دا چې دوی د افغانستان له حکومت سره د همسایه‌توب په وجه کمک کړی وای.»

تر دې وړاندې د روسيې ولسمشر هم د افغانستان په شمال کې د داعش پر زياتوالي اندېښنه ښودلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه