Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه د پروان سیمه‌ییزو چارواکو ټینګار

د پروان یو شمېر سیمه‌ییز چارواکي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پر خلاصون ټینګار کوي.

دوی د پوهنې د ملاتړ تر سرلیک لاندې غونډه کې چې د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې جوړه شوې وه زیاته کړې، حکومت او ټولنه سواد لرونکو مېرمنو ته اړتیا لري.

د دغه ولایت د استیناف محکمې رییس وایي، د اسلامي لارښوونو له مخې زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ده. د ده په خبره حکومت او ټولنه سواد لرونکو مېرمنو ته اړتیا لري.

د پروان استیناف محکمې رییس محمد قسیم محمدي وايي: «زموږ ټولنه د نجونو زده‌کړو ته اړتیا لري چې دوی باید لوستي واوسي، زده‌کړې باید وکړي، تر څو چې تعلیم و نه کړي، یو نظام پر مخ نه‌شي تلای.»

دې سره همهاله، د دې غونډې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

قومي مشر عبدالعلیم حیدري وايي: «له حجاب سره راتلل او ښوونکې یې هم ښځې وې، موږ له هغوی مننه کوو. په همدې ډول معیار سره باید د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي، زموږ نجې او کوچنیان وکولای شي، بېرته ښوونځیو ته لاړ شي او انتظار چې لري، پای ته ورسېږي.»

د کتاب ټولولو کمېټې غړی عبدالمتین سالنګي وايي: «د سالنګ د ټولو خلکو غوښتنه همدا ده چې له شپږم ټولګ پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي او په یوې رامه او اسلامي فضاء کې وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»

بل خوا د دغې ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د دغه ولایت د پوهنې ریاست لپاره د کتابونو را ټولولو کمپاین پیل کړی چې تر دې دمه یې نږدې ۲۵۰۰ ټوکه کتابونه را ټول کړي دي.

د پروان د پوهنې رییس محمد حسن حقاني وايي: «د سالنګ ولسوالۍ لپاره یو ستره لاسته راوړه ده، خدای دې دوی ته په‌دې برخه کې لا ډېر توفیق ورکړي چې همدا ډول نور کتابونه هم ښوونځیو او مدرستو ته وپېري.»

د سالنک ولسوالۍ د پوهنې د څارنې امر عبدالصبور عادلي وايي: «موږ په ښوونځیو کې ۹۵ سلنه د کتابونو له کمښت سره مخ یوو. زه د څارنې امر یم، له ټولو ښوونځیو خبر لرم چې یوازې ۵ سنله کتابونه لرو بس.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله له تېرو یوولسو میاشتو را په‌دې خوا د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي او لا روښانه نه ده چې کله به نجونې بېرته خپلو ټولګیو ته ستېږي؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه