Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان دیني عالمان: اسلامي امارت د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو ژمنه کړې

د پاکستان ديني عالمانو پلاوي له کابله تر ستنېدو وروسته وايي چې اسلامي امارت ژمنه کړې چې ډېر ژر به د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د دغه پلاوي یوه غړي د پاکستان له «جیونیوز» سره په مرکه کې ویلي دي له اسلامي امارته یې غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د پاکستاني پلاوی غړی مولانا طیب وايي:«د افغانستان له طالبانو سره مو په کتنه کې ټينګاروکړ چې باید د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي، څو هغوی وکړای شي زده کړې وکړي. ما هغوی ته بېلګه وړاندې کړه او ورته ومې ویل چې زه هم ملا یم. خو خوریۍ مې اوس د پاکستان په پوځ کې د جنرالې په توګه خدمت کوي، که هغه ښوونځي ته نه وای تللې او تحصیل یې نه وای کړی، نو څنګه به یې کولی شوای چې زموږ قرآن او دین ته خدمت وکړي.»

ورته مهال ځينې زده کوونکې وايي چې د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو ستونزې هغوی له روحي او اروايي ستونزو سره مخ کړي دي.

لایقه چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده وایي د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو له امله ناهیلې شوې او له دې پلوه سخته ځورېږي.

زده کوونکې لایقه زیاتوي:«په داسې حال کې چې په ټولنه او ښار کې زموږ تګ راتګ ازاد دی، ولې دوی اجازه نه ورکوي، هغه ځای چې د ټولنې د روښنايي او پرمختګ لامل کېږي ولاړې شو.»

بل زده کوونکې بختاور محرابي هم څرګندوي:«یوازې زموږ جسم دی چې هڅه کوي ژوندی پاتې شي او دا ډېره ځورونکې او دردونکې ده.»

که هم څه هم هېوادوالو او نړۍوالې ټولنې تل د پاتې ښځينه ښوونځيو پر نه پرانېستل کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. خو د اسلامي امارت ویاند دغه چاره د اسلامي امارت د رهبر په امرثاني پورې تړلې بولي.

د پوهنتون استاده وحیده عدالت جو وايي:«له بده مرغه له هرې زوایې چې دغې موضوع ته ګورې هېڅ منطقي، حکمي، شرعي او روښانه دلیل شتون نه لري.»

دا په داسې حال کې ده، نږدې یو کال کېږي، چې د نجونې د منځنۍ او لیسې دورې ښوونځي تړلې دي او تر اوسه څرګنده نه ده چې کله به دغه ښوونځي پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه