Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د کرېکټ په نړۍوال لوبغالي د چاودنې په وړاندې غبرګونونه

تېره ورځ (جمعه) د کرېکټ په نړۍوال لوبغالي کې د شپږیزې لیګ سیالیو په لړ کې شوې چاودنه له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

پخواني ولسمشر حامدر کرزي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله هم دغه چاودنه غندلې د او دا پېښه یې بشري ضد جنایت بللی دی.
                                 
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي:«زه دا پېښه په کلکه غندم او دا کار ترهګریز او بشري ضد جنایت دی»

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یوه ټوېټ کې د دغه برید په غندلو سره وایي چې په کابل کې د جمعې ورځې په برید کې نولس تنه وژل شوي دي.

ښاغلي کوټرېش زیاته کړه:«په نړۍوالو قوانینو کې پر ملکي خلکو او ملکي تاسیساتو بریدونه په بشپړ ډول منع دي.»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ دغې چاودنې ته په غبرګون کې لیکلي دي، چې تاوتریخوالی د افغانستان د خلکو لپاره ځواب نه دی.

ښاغلي وېسټ څرګند کړه:«تاوتریخوالی هېڅ موخې ته نه شي رسېدلای او د افغانستان خلکو ته ځواب نه دي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامیزالاکبروف هم دغه چاودنه وحشیانه بللې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي دځانګړي استازي مرستیال رامیز الاکبروف وویل:«پر خلکو په تېره بیا پر سپورټي ځایونو بریدونه منع دي او موږ په دې تړاو د رڼو او بشپړو څېړنو غوښتنه کوو. د دې پېښې عاملان باید ونیول شي او محاکمه شي.» 

د جمعې ورځې په مازیدګر کابل کې د کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې د ننداره چیانو په منځ کې چاودنه رامنځته شوه، د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې هکله وايي:«یوه لاسي بم چاودنه کړه چې له بده مرغه زموږ ځينې هېوادوال ټپيان او دوه تنه شهیدان شول.»

په کابل کې د اېمرجنسي روغتون ویلي دي، چې دغه روغتون ته د جمعې ورځې د چاودنې ۱۳ ټپیان لېږدول شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش په یوه ټوېټ کې د دغه برید په غندلو سره وایي چې په کابل کې د جمعې ورځې په برید کې نولس تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه