Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د پاکستان د همکارۍ ژمنه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي چې له افغانستان سره په سوداګریزې او اقتصادي برخو کې په ځانګړې توګه د ټاپي، کاسا زر او ټاپ پروژو د پيل په برخه کې همکاري وکړي.

د شانګهای د همکاریو د سازمان د غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره په کتنه کې د سوداګریزې او اقتصادي همکاریو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرد سیمه ییزو اړیکو او د ټاپي، کاسا زر او ټاپ پروژو په ګډون د عامه تاسیساتو د پروژو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې پاکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزو تعاملاتو او نړۍوالو بشري مرستو په برخه کې آسانتیاوې برابرې کړې دي.»

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دغه وزارت سرپرست په تاشکند کې د ازبیکستان د چارو د ادارې له رییس سره د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ټرانزیټ، کرنې او دغه راز د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان د ریل پټلۍ په تړاو خبرې کړې دي.

د وسپڼې پټلۍ ادارې رییس بخت‌ الرحمن شرافت وویل:«د تاشکند غونډه ښه غونډه وه. په ټول کې د تاشکند غونډه تر ډېره د دغو پروژو په هکله وه؛ د ناستې په لړ کې ازبیکستان دغې پروژې ته (ټرانس افغانستان یا کاسا) ته نغوته وکړه او همدارنګه د چین استازي هم دغې پروژې ته نغوته لرله.»

خو آیا دغه غونډې به د افغانستان پر اوسني وضعیت څه اغېز ولري؟

پخوانی ډيپلوماټ سید نورالله راغي په دې هکله وايي:«د بندیزونو او د نړۍ فشارونو مسله شتون لري چې د افغانستان د نه رسمیت پېژندلو لامل شوی دی.»

په وروستۍ یوې اوونۍ کې تاشکند د نړۍ د شلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو په حضور سره د افغانستان په تړاو د غونډو کوربه و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه