Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې افغان کډوال: پر دوسیو مو د نه غور له امله اندېښمن یوو

ځينې افغان کډوال چې په پاکستان کې شپې او ورځې تېروي، یو ځل بیا له هغه څه چې د دوی د پناه غوښتنې دوسیتو ته نه رسېدنه او بې غوري ګڼي، زښته زیاته اندېښنه کوي.

دوی وايي چې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمیساري او د لوېدیځو هېوادونو استازولۍ د دوی غوښتنو ته هېڅ پاملرنه نه لري.

دغه کډوال وایي چې له پرله پسې اعتراضونو سره سره تر اوسه هېڅ بنسټ د دوی غږ نه دی اورېدلی او په پاکستان کې په بې برخلیک حالت کې شپې ورځې تېروي.

په پاکستان کې یو افغان کډوال وايي:«ډېر شمېر خبریالان، د ښځو د حقونو فعالانې، د مدني ټولنې غړي، له درې میاشتو راهیسې د کډوالۍ دوسیو ته مو د نه رسېدنې په تړاو اعتراض کړی دی، خو موږ ته یې هېڅ ځواب نه دی راکړی.»

په پاکستان کې بل افغان کډوال هم څرګنده کړه:«افغانان د ویزې د نېټې پای، د ویزې د نه تمدید ستونزې، او همدارنګه د کار نشتون او د کور لوړه کرایه هم شامله ده.»

دوی یوځل بیا د پناه غوښتونکو له ملاتړو بنسټونو او په اسلام آباد کې د لوېدیځو هېوادونو له استازولیو غواړي چې د دوی د پناه غوښتې پر دوسیو غور وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال وویل:«له ملګرو ملتونو او پناه غوښتونکو هېوادونو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان د خلکو غږ واوري او زموږ دوسیو ته رسېدنه وکړي.»

بل خوا په ایران کې افغان کډوال وايي،چې له تېرو یوولسو میاشتو راهیسې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې د افغان کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ څرګندوي:«په وروستیو ۱۱ میاشتو کې ایران ته د افغان کډوالو راتګ ډېر شوی دی، د ورځې څلور تر پنځو زرو کډوال په قانوني او ناقانونه توګه راځي او دوه تر درې زره په اجباري او په داوطلبه توګه ایران پرېږدي. ایران کې کډوال د کار په بازار، ځای او د قانوني ویزې د نشتون له ستونزو سره مخ دي.»

اخوا ګارډین ورځپاڼې د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت له خولې رپوټ ورکړی دی چې دغه هېواد د هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیو ته رسېدنه کوي، چې د دغه هېواد د دولت له امنیتي برخو سره یې کار کړی دی.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې له افغانستانه د تخلیې په پروګرام کې تېروتنې شوې او له همدې امله د یو شمېر هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې رد شوې چې برېتانیا ته رسېدلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه