Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید رد وي

کابل د یکشنبې په سهار د څو چاودنو شاهد و.  ځينې کابل مېشتي وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د درېیو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د کابل اوسېدونکی احمد میلاد وايي:«سهار کله چې د شورا په سړک کې وم او غوښتل مې چې پوهنتون ته ولاړ شم، د دوه پرله پسې چاودنو غږ مې واورېد.»

د کابل بل اوسېدونکي رامزمحمد هم وویل:«زه سهار د چاودنې غږ واورېد او ډېر خواشینی او مایوسه شوم؛ له اسلامي امارته غواړم چې خلکو ته سوله او ارامي راولي.»         

بلخوا د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې، دغه برید د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله د داعش د یوه پټنځای د له منځه وړلو په موخه ترسره شوی دی.

ښاغلي نبیل لیکلي:«د دوحې هوکړې د یوې مادې له مخې، امریکا د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي. د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا یو شمېر بې پیلوټه الوتکې د کابل په هوايي حریم کې لیدل شوي او د کابل پر ځینو برخو یې بریدونه هم کړي دي. په ډېر احتمال سره هغوی د داعش پناه ځایونه په نښه کړي دي.»

خو د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په ردولو سره وايي چې یو توغندی د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه خالي کور لګېدلی او په کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګنده کړه:«نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا د کابل د لسمې امنیتي حوزې په اړوند، شېرپور سیمه کې په یوه خالي کور راکټ لګېدلی، دغه توغندی د دې لپاره مرګ ژوبله نه لري چې کور خالي و او چا په هغه کې ژوند نه کاوه.»

له دې سره سم، یو شمېر خبریالان پر امنیتي بنسټونو په نیوکې سره وايي، خبریالانو ته د امنیتي پېښو د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي.

خبریال مصطفی شهریار وویل:«له بده مرغه کله چې یوه پېښه رامنځته کېږي، د پېښې سیمې ته د اسلامي امارت ځواکونو له خوا اجازه نه ورکول کېږي.»

په کابل کې د جمعې په ورځ هم یوه چاودنه وشوه. دغه چاودنه د کرېکټ په مرکزي لوبغالي کې وشوه او په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې، دغه برید د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله د داعش د یوه پټنځای د له منځه وړلو په موخه ترسره شوی دی.

Thumbnail

کابل د یکشنبې په سهار د څو چاودنو شاهد و.  ځينې کابل مېشتي وايي، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د درېیو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د کابل اوسېدونکی احمد میلاد وايي:«سهار کله چې د شورا په سړک کې وم او غوښتل مې چې پوهنتون ته ولاړ شم، د دوه پرله پسې چاودنو غږ مې واورېد.»

د کابل بل اوسېدونکي رامزمحمد هم وویل:«زه سهار د چاودنې غږ واورېد او ډېر خواشینی او مایوسه شوم؛ له اسلامي امارته غواړم چې خلکو ته سوله او ارامي راولي.»         

بلخوا د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې، دغه برید د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په وسیله د داعش د یوه پټنځای د له منځه وړلو په موخه ترسره شوی دی.

ښاغلي نبیل لیکلي:«د دوحې هوکړې د یوې مادې له مخې، امریکا د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره همکاري کوي. د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا یو شمېر بې پیلوټه الوتکې د کابل په هوايي حریم کې لیدل شوي او د کابل پر ځینو برخو یې بریدونه هم کړي دي. په ډېر احتمال سره هغوی د داعش پناه ځایونه په نښه کړي دي.»

خو د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي نبیل د دغې ادعا په ردولو سره وايي چې یو توغندی د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه خالي کور لګېدلی او په کې چا ته زیان نه دی اوښتی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څرګنده کړه:«نن سهار د شپږو بجو په شاوخوا د کابل د لسمې امنیتي حوزې په اړوند، شېرپور سیمه کې په یوه خالي کور راکټ لګېدلی، دغه توغندی د دې لپاره مرګ ژوبله نه لري چې کور خالي و او چا په هغه کې ژوند نه کاوه.»

له دې سره سم، یو شمېر خبریالان پر امنیتي بنسټونو په نیوکې سره وايي، خبریالانو ته د امنیتي پېښو د خبري پوښښ اجازه نه ورکول کېږي.

خبریال مصطفی شهریار وویل:«له بده مرغه کله چې یوه پېښه رامنځته کېږي، د پېښې سیمې ته د اسلامي امارت ځواکونو له خوا اجازه نه ورکول کېږي.»

په کابل کې د جمعې په ورځ هم یوه چاودنه وشوه. دغه چاودنه د کرېکټ په مرکزي لوبغالي کې وشوه او په پایله کې یې دوه کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه