Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د چاپ او وېش بهیر ځنډېدل

د برېښنايي پېژندپاڼو غوښتونکي وايي چې له دوه اوونیو راهیسې په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د چاپ او وېش بهیر ځنډېدلی دی.

ځينې دغه غوښتونکي وايي چې د تخنیکي ستونزو له امله د احصاییې او معلوماتو ادارې په انټرنېټي پاڼه کې نه شئ کولای چې په انلاین توګه نوملیکنه وکړئ.

د برېښنايي پېژندپانې غوښتونکی محمد عُزیز وویل:«ما دوه اوونۍ مخکې نوملیکه وکړه بایومېټریک مې خلاص شو او اوس چې راغلم وايي چې د تذکرې چاپ خلاص شوی او له کوم نوي هېواد سره مو تړون کړی دی پنځه ورځې وروسته راشه او احوال واخله، چې ورکوو او که نه؟»

دا د برېښنايي تذکرو یو مرکز دی. ویل کېږي، هره ورځ دغه مرکز ته سلګونه کسان د برېښنايي تذکرې د اخیستو لپاره راځي.

د برېښنايي تذکرې غوښتونکي وايي، دغه بهیر له بایومټریک وروسته یعنې د چاپ په پړاو کې درېږي.

د برېښنايي پېژندپاڼې غوښټونکی نجیب وویل:«هغه ستونزې چې د تذکرې په برخه کې رامنځته شوي دي باید د خلکو لپاره اسانتیا رامنځته کړي او دا بهیر له سره پیل کړي.»

د برېښنايي تذکرې غوښتونکي وايي، دوی ته ویل شوي چې، د برېښنايي تذکرو د چاپ بهیر درېدلی دی.

وموغوښتل چې په دې اړه د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې نظر واخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو.

د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، له یولسو میاشتو راهیسې څه باندې دوه مېلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوي او ورسره لاتر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې اته مېلیونه کسانو دغه ډول تذکرې اخیستې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه