Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستۍ یوې میاشت کې د سېلابونو د راتلو له امله ۱۲۰ تنه مړه شوي

په وروستۍ یوې میاشت کې په ټول هېواد کې د سېلابونو راتلو ۱۲۰ تنه مړه کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د دغو سېلابونو په پایله کې د ځاني مرګ ژوبلې سربېره د خلکو ډېرې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وویل:«په دغو سېلابونو کې زموږ ۱۲۰ تنه هېوادوال شهیدان شوي او ۱۵۲ تنه نور ټپيان شوي دي.»

مسافر حاجي خان اغا وايي:«سړکونه، کرنیزې ځمکې او د خلکو کورونه د سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.»

ورته مهال د لویې پکتیا ځینې اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلابونو د دوی د کرنیزو ځمکو له زیانمنولو سربېره د څښاک اوبه هم ککړې کړې دي.

د پکتیا اوسېدونکي اسد الله وویل:«په ولسوالۍ کې مرګ ژوبله او زیانونه رامنځته شوي دي؛ لویې لارې ویجاړې شوې دي.»

د پکتیا بل اوسېدونکی رحمت الله زیارمل هم څرګندوي:«څاګانې او کاریزونه چې خلکو د څښلو اوبو لپاره ترې استفاده کوله، زیان لیدلی دی، کرنیزې ځمکې او لارې یې خبرابې کړې دي.»

له یوې میاشتې راهیسې د هېواد په لسو ولایتونو کې ویجاړوونکي سېلابونه راوتي او خلکو ته یې د سر له زیان سربېره ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه