د ادارې او مديريت ملي انسټيټيوټ مسوولان وايي، د بهرنيو ملاتړ کوونکو له لاسه ورکولو او د استادانو کمښت له کبله یې د زدهکړیالانو شمېر ۶۶ سلنه کم شوی دی.
د ادارې او مديريت ملي انسټيټيوټ مسوولانو په کابل کې د دې انسټيټیوټ د ۴۵ محصلانو د فراغت په موخه جوړو شویو مراسمو کې وايي، نيما د افغانستان په کچه لومړی انسټيټیوټ دی چې نړیوال علمي اعتبار لري.
د جمهوري نظام پر مهال دغه انسټيټيوټ د نړيوال بانک له لوری تمويلېده، خو له پرځېدو وروسته د استادانو له کمښت سره مخ شو.
د ادارې او مديريت ملي انسټيټوټ رییس احمد ضمير جمال وايي: «برنامه داسې ده چې په کال کې باید دولس سوه زدهکړیالان جذب او شپږ سوه فارغ شي، خو په وروستیو بدلونونو کې تغیرات راغلي دي، اوس موږ هغه تعداد نهلرو. اوسمهال موږ څلور سوه زدهکړیالان لرو.»
بلخوا د دې انسټيټيوټ ځيني زدهکړیالان د درسي سېسټم له کيفيته شکايت کوي.
د نيما انسټيټیوټ زدهکړیال سيد جواد وايي: «د انسټیټیوټ وضعیت مخکې ډېر ښه وو. ټول زدهکړیالان راتلل. په هر ټولګي کې موږ څلوېښت زدهکړیالان درلودل چې نیمايي یې نجونې او نیمايي هلکان و، خو اوس یې ۳۶۰ درجې تغییر کړی دی. په ټولګي کې اته یا لس زدهکړیالان یوو.»
یو بل زدهکړیال محمد اقبال وايي: «زمو استادان بهرنیان وو او له کله چې بدلونونه راغلل، استادان له هېواده ووتل او اوس د استادانو له کمښت سره مخ یوو.»
ورته مهال د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان وايي، هڅه کوي چې د دې انسټيټيوټ د استادانو د کمښت ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس غلام حيدر وايي: «په وروستیو بدلونونو کې تغییرات راغلي دي، په تېره د نیما انسټیټوټ کې ځکه د بهرنیانو له لورې یې مالي ملاتړ کېد، اوس د اسلامي امارت له لوري یې مالي ملاتړ کېږي او ډېر ژر د استادانو بستونو اعلان ته ورکړل شي.»
پر دې سربېره د نيما انسټيټوټ ښځينه زدهکړیالانو ته لا درس ته د راتلو اجازه نهده ورکړل شوې او اوس هم امر ثاني ته په تمه دي.