Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې اقتصادي وضعیت په تړاو د م.م پراختیايي پروګرام د استازي اندېښنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام استازی د دغه هېواد اقتصادي وضعیت اندېښمنوونکی ګڼي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان چارواکی وايي چې له تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې څه باندې ۷۰۰ زره کاري موکې له منځه تللي دي او د بې وزلۍ کچه څه باندې ۹۰ سلنې ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازي په یوه ویډیويي پیغام کې وایي چې د افغانستان د اقتصاد ښه والی د دوی د کاري پروګرامونو په سر کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی عبدالله الدارداري وویل:«د اګسټ میاشتې له پنځلسمې راهیسې په افغانستان کې تر اوه سوو زرو زیات کاري فرصتونه له منځه تللي دي او د بې وزلۍ کچه څه باندې نوي سلنې ته رسېدلې ده، خو دغه هېواد لاهم له ناهیلۍ سره مخ حالت کې دی.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت وايي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هڅه کوي چې په اقتصادي او سوداګریزي برخه کې نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبد اللطیف نظري وايي:«ستونزه شته، خو له ستونزو په ځلونو موکې دي د افغانستان د وضعیت په ښه والي کې د نړۍوالې ټولنې مرستې کولای شي ګټور پرېوځي.»

په دې لړ کې بې وزلۍ او تنګسې ډېری هېوادوال درنو کارونو ته اړ کړي دي.

عتیق الله چې په دولتي او خصوصي دفترونو کې د کار کولو څلویښت کلنه تجربه لري، وایي،چې خپلې څورلس کسیزې کورنۍ ته د نفقې پيدا کولو لپاره اړ دی،چې په لاسګاډي سره کار وکړي.

کارګر عتیق الله وویل:«څوک زموږ غږ اوري؟ موږ چاته ووایوو؟ له الله پرته زموږ غږ اوري.»

کار ګر ماشوم عبدالله هم وايي:«پخوا زموږ ژوند ښه و؛ پلار مې اوس کار کوي خو کار یې نه کېږي او زه هم راځم بوټونه رنګووم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک پرخپل ټوېټر کابل ته د څلویښت میلیونه ډالرو د کڅوړې د رارسېدو خبر ورکړی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه