Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جو بایډن: ایمن الظواهري کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یوې خبري غونډې پر مهال په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل تایید کړل.

 امریکايي رسنیو د دې هېواد د سرچینو په حواله ویلي، د القاعده شبکې مشر د یک‌شنبې په سهار په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې له لارې په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید پخلی کړی و، خو نوموړي په‌دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه څه نه و ويلی.

ښاغلي مجاهد دا برید غندلی او هغه یې د دوحې د تړون او نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه