Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژنې راپورونو ته غبرګونونه

د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې برید پر مهال په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو راپورونو په اړه بېلابېل نړیوال غبرګونونه څرګند شوي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ څخه په ژوندۍ بڼه د یو ویډیوي پیغام له لارې په افغانستان کې د بې‌پیلوټه الوتکې د یو برید پر مهال د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل تایید کړل.

نوموړي وویل: «د یک‌شنبې په ورځ، زما په لارښوونه. امریکا متحده ایالاتو په بریالۍ توګه د افغانستان په کابل کې هوايي برید تر سره کړ او د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې وواژه.»

ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په یوې اعلامیه کې پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ته پناه ورکولو سره دوی د دوحې له تړونه سرغړونه کړې ده.

نوموړي ویلي: «په کابل کې د القاعده مشر کوربه‌توب او هغه ته پناه ورکولو سره طالبانو په څرګند ډول د دوحې له تړونه او له نړۍ سره له هغې تکراري ژمنې سرغړونه کړې چې ویلي وو، اجازه به ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له‌خوا د نورو هېوادونو پر خلاف وکارول شي.»

د امریکا پخواني جمهور ولسمشر بارک اوباما هم دې برید ته په اشارې ویلي، د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو خبر ثابته کړه چې په افغانستان کې له جګړې پرته هم د ترهګرۍ د جرړو له ‌منځه وړل شونی کار دی.

له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید پخلی کړی، خو نوموړي په‌دې برید کې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه یادونه نه‌ده کړې.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې وه: «دا برید که په هره پلمه شوی وي د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د بین المللي اصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي. دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.»

له دې سره سم رویټرز خبري اژانس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله زیاته کړې، د ایمن الظواهري په مشرۍ په امریکا او سعودي عربستان کې " ناوړه ترهګریز عملیات" تر سره شوي دي.

هاخوا د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هم غبرګون څرګند کړی او د ایمن الظواهري وژنه یې د خوندي نړۍ پر لور د یو ګام اخیستل یاد کړي.

هغه ویلي: «کاناډا له خپلو نړیوالو ملګرو سره کار کولو ته دوام ورکوي، څو د ترهګریز ګواښ مخه ونیسي، سوله او ثبات ټینګ کړي او په کور دننه او ټوله نړۍ کې خلک خوندي کړي.»

تر دې دمه القاعده شبکې د خپل مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه څه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

بل‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید پخلی کړی، خو نوموړي په‌دې برید کې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه یادونه نه‌ده کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه